یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد بن لادن ورېره وايي، د دونالډ ټرمپ ملاتړ کوي

د بن لادن ورېره وايي، د دونالډ ټرمپ ملاتړ کوي

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۱۵) د القاعده شبکې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن ورېره وايي، که جو بایډن د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې بریالی شو، بیا به د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې په شان حملې وشي.

مېرمن نور بن لادن، چې اوس د خپل کورنی نوم لادین لیکي، وايي چې یوازې دونالډ ټرمپ امریکا او نوره نړۍ له تروریستي بریدونو ژغورلی شي.

۳۳ کلنې نور بن لادن له نیویارک پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي «داعش د اوباما او بایډن د حکومت په مهال وده وکړه او اروپا ته یې نفوذ وکړ. خو ټرمپ په امریکا کې د تروریزم ریښې وچې کړې او هغوی ته د بلې حملې موقع نه ورکوي.»

اغلې لادن په سویس کې اوسي او دا یې لومړنۍ مرکه ده. هغې د کورنۍ نوم د دې لپاره بدل کړی چې ځان له خپل بدنام تره څخه بېل وښيي.

دې ویلي چې د یوې امریکايي په توګه د ۲۰۲۰ د نوومبر په انتخاباتو کې به دونالډ ټرمپ ته رایه ورکړي.

دې د امریکا راروان انتخابات د اوسني نسل لپاره تر ټولو مهم انتخابات بللي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب