دوشنبه, مې 6, 2024
Homeمقالېاقتصادد سولې اقتصادي اغېزې| استاد عبدالجبار وحدت

د سولې اقتصادي اغېزې| استاد عبدالجبار وحدت

داچې سوله د ولس ستره هیله، ارمان او الهي نعمت دی ، د ولس هره طبقه (تجار، استاد، عالم ، محصل ، ډاکټر، هټیوال…. ) بالاخره عام وګړي د ژوند کولو لپاره سولې ته اشده اړتیا لري ،په اقتصادي لحاظ مو هیواد د ثبات او ټيکاو خوا ته ځي، بلاخره د خود کفایي او د ژوند سطحې د لوړوالي سبب ګرځي، د ګمرکاتو پروسه کې روڼتیا، اقتصادي انحصار مخنیوي، زراعت وده، برېښنا ، زیربنایي پروژو تاسیس، د اوبو بندونه رغونه ، انرژي غنا، ترانسپورت برخه ک‌ې بهبود، همداشان د قاچاقو او اداري فساد مخنیوي په برخو کې به رغنده او اغیزناک رول ولري.
په دې تحلیلي بحث کې له زنده اباد او مرده اباد له مسائیلو او سیاسي وجوهاتو څخه تېرېږم په دې بحث نه کوم چې څوک سوله غوښتونکې دي او څوک يې ندي؟
اصلا په هیواد کې د اقتصادي ودې لپاره تر ټولو مهم ترینه موضوع او ضرورت سوله ده ، موږ که د ظرفیتونو څخه د اعظمي استفادې ، د کانونو د اغیزناک استخراج، د مسلکي او تخصصي نفوس روزل، د پانګونې، د تادیاتو بیلانس ، صادرات ، واردات ، مالي او پولي سیاستونه ، اقتصادي نوسانات، د قیمتونو کنټرول، د انفلاسیون او دیفلاسیون رامنځته کېدل، د پانګې فرار ، د استخدام سطحې لوړوالی ، د ژوند سطحې لوړوالی ، زیربناوي ، اقتصادي وده او اقتصادي پرمختیا او دې ته ورته مسائیل مطرح کوو د دې ټولو چارو لپاره لومړنی اهم او مبرم ضرورت سوله ده، د نړۍ په کچه هر هغه هیوادونه چې په جګړه ییز حالت کې دي، هلته بیکاري، اقتصادي نوسانات، اقتصادي بې ثباتي، انفلاسیون ، دیفلاسیون او د تادیاتو د بیلانس او بودجې کسر او بالاخره د ژوند ټیټه سطحه موجوده وي، هغه ولسونه د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته هم لاسرسی نه لري، لومړني روغتیايي ضرورتونه یې حتی ندي رفع شوي، سړي سر عاید یې خورا کم وي ، اقتصادي ود یې بېخي په راکد حالت کې وي ، د ژوند مطلوب حالت ته رسیدل ورته خیال او خوب ښکاري، ګمرکونو او نورو برخو کې اداري فساد خپل د اوج نقطې ته په کې رسېدلی وي ،قاچاق په اسانۍ سره صورت نیسي ، مالیاتي فرار په لوړه کچه موجود وي. که چيرې په ګران افغانستان کې سوله راغله ، تر هر څه مخکې زیربنایي پروژې رغیږي ، بندونه جوړیږي، چې په دې چاره سره د ګاونډیو بالخصوص د تاجکستان د وارداتي بریښنا څخه موږ مستغني کیږو او دا پیسې به د ا فغانستان په داخل کې جریان پیداکوي، پرته د بیمې له شتون څخه تجاران او متشبثین پانګونه کوي، چې په دې کار سره زرګونه ځوانانو ته د کار زمینه مساعدیږي، له ظرفیتونو او منابعو څخه درسته استفاده صورت نیسي چې په دې سره سړي سرعاید او ملي عاید لوړیږي، زموږ د هیواد GDP زیاتیږي چې دا خپله هیواد د ټیکاو لورې ته بیایي، د اقتصادي استقلال سره زموږ سیاسي استقلال مستقیما تامینیږي، له انتخاباتي برخو څخه تر ګومارنو پورې په بشپړ ډول خپلواک کیږو، خپل سرنوشت په خپله ټاکلی شو، هر کار به اهل کار ته سپارل کیږي ، بله مهمه خبره چې د سولې په راتګ سره نظامي لګښتونه بېخي کموالی مومي، په اوسني جنګي وضعیت کې د اسلحو ، ورانیو او نظامیانو معاشونه فوق العاده لوړ دي چې دا پخپله راټيټیږي، د ښار ډېری سرکونه چې د امنیتي ګواښونو له وېرې بند دي، خلاصیږي، مواصلاتي وسایل / د موبایل شبکې په اسانۍ سره د ګران افغانستان ټولې ساحې تر خپل پوښښ لاندې راوستی شي او له دې سره جوخت په هره ساحه کې خپل مراکز جوړولی شي ، د سولې په راتګ سره قیمتونه ثبات پیداکوي او دقیمتونومطلوبې کچې ته رسېدل خورا اسان کار دی ، د نرخ نامو تطبیق هم په لوړ تفاوت تطبیقیدلی شي،همدارنګه د سولې په راتګ سره د تادیاتو بیلانس خپله مثبت والي طرف ته ځي، دا ځکه چې تجاران پانګونې کوي او په دې کار سره خارج ته صادرات زیاتیږي چې دا په خپله د نړیوالو توجو دې هیواد ته زیاتوي او د تجارت بیلانس مو هم مثبت لورې ته بیایي، په ګمرکونو کې فساد په ټپه دریږي ، حتی په مکمل ډول سره ختمیږي، زارعت برخه کې پرمختللي ټکنالوژي راواردیږي او یاده برخه مو لا پیاوړي کیږي، اقتصادي انحصار ختمیږي، د بیکاري سلنه کمیږي ، ملي دسترخوان ته ورته غیرې مفیده او موثره پروژې نورې نه پلې کیږي ، د ملي شتمنیو د چور او تالاب امکان صفر کېږي، پانګونه به د تولیدي او ظرفیتي اهدفو لپاره کیږي، اسلامي بانکوالي به رشد او وده وکړي، دا او دې ته ورته په زرګونه اقتصادي ګټې او اغیزې لري، رب تعالی دې سوله راولي او موږ د یوه واقعي اسلامي او خپلواک نظام خاوندان کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب