یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپه غزني کې یو سرتېری له تندي مړ شوی

په غزني کې یو سرتېری له تندي مړ شوی

تاند، یکشنبه د سنبلې ۱۶مه: د غزني ځايي چارواکي وايي په دغه ولایت کې یو سرتیری له ډېرې تندې مړ شوی دی.

د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د غزني ولایت اړوند ارزو سیمه کې یوه سرتېري د تندې له امله ساه ورکړې ده.

ویل کېږي په دغه سیمه کې د امنیتي سرتېرو یوه پوسته له څو اونیو راپدېخوا د وسله والو طالبانو په کلابندۍ کې ده او هلته مېشت سرتېري له لوږې او تندې سره مخامخ دي.

د ښاغلي کامراني د معلوماتو پر اساس کله چې یاد سرتیری مړ شوی، څلور نور ملګري یې چې د اوبو راوړلو په موخه له پوستې د باندې وتلي وو هغوی هم طالبانو له ځان سره بېولي دي.

بلخوا ځايي خلک وايي د خوراکي توکو او اوبو نه رسېدو له امله د ددغې پوستې شپږ سرتیري طالبانو ته تسلیم شوي دي.

تر دې وړاندې هم د پوځ په لیکو کې په لوړ پوړو چارواکو ددې له امله نیوکې شوي چې د سرتېرو ژوند ته یې پام نه کوي او د دندې پر مهال ورته اړین غدايي مواد او نظامي تجهیزات نه رسېږي.

2 COMMENTS

  1. ځکه خو موږ وایو چی د افغانستان اوسنی تش په نوم واکمن پردی دی، د هیواد او ملت سره هیڅ خواخوږی نه لری حتا هغو سرتیرو ته رسیدنه نه شی کولای چی ددغو پردیپالو پهری کوی.
    خدای دی وکړی چی روانه سوله بریالی شی او خدای مو دی تل لپاره ددغو پردیپالو چورواکو خلاص کړی چی د افغانستان نوم په نړیوال دریځ بدنام کړ او د فساد ډنډوری ټولی دنیا ډنګوی.
    ژوندی دی لوی افغانستان او ژوندی دی وی افغان پاله افغانان.

  2. زمونږ د دې غدار او بې ناموسه دولت نه هیله ده، او دغه کټۍ سري سراعلی قومندان اشرف فقیر او مسکین نه هیله ده چې د غزني د پوستې اړونده لوړ پوړي دله او دوس چارواکي باید د یاد سرتیري د ژوند بایللو مسؤول وګڼل شي، او هر چا چې په خپله غولې دنده کې غفلت کړې دی، باید محکمې ته راښکل شي، او سخته سزا وویني.
    ډیر زیات سرتیري په همدې توګه شهیدانیږي او یا هم د دښمن منګولو ته ټیل وهل کیږي، خو دا غولي چارواکي او دا غولن مشرتابه یې هیڅ په کیسه کې ندي.. اې خدایه نو د دوی بې ننګه چوکۍ خاورې کي !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب