Homeخبرونهد دولت ښوونیز نصاب د دیني مدرسو لپاره پرانیستل شو

د دولت ښوونیز نصاب د دیني مدرسو لپاره پرانیستل شو

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۱۶) د افغانستان د پوهنې وزارت د لومړي ځل لپاره د دیني مدرسو لپاره ښوونیز نصاب کتابونه ویشي.

چارواکي وايي دا نصاب د افغانستان او نړۍ له نوموتو دیني عالمانو سره په سلا مشوره جوړ شوی دی.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت هم د دې نصاب منځپانګه ګټوره او له دیني ښوونو سره سمه بللې ده.

د پوهنې سرپرست وزیرې، رنګینې حمیدي د دې نصاب په پرانستغونډه کې وویل چې دغه وزارت د ۲۰۰ میلیون افغانیو په ارزښت ۲.۲ میلیون ټوکه کتابونه په هیواد کې دننه چمتو کړي دي.

دا په داسې حال کې دي چې له دې وړاندې د هیواد د دیني مدرسو لپاره د مشخص ښوونیز نصاب د نشتون له امله زیاتې نیوکې شوي دي.

دا باورونه هم وو چې په دیني مدرسو کې د سم او معیاري ښوونیز نصاب د نه شتون له کبله مدرسې د تروریزم د ترویج پر ځالو بدلېږي.

رسمی شمیرې ښيي چې همدا اوس په افغانستان کې ۲۲۰۰ دیني مدرسې له پوهنې وزارت سره ثبت دي.

خو یوه لویه اندیښنه دا ده چې د افغانستان په یو شمیر سیمو کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، نه دولتي ښوونیز نصاب شته او نه د ښوونې پر بهیر څارنه.

1 COMMENT

  1. سلامو علیکم ۰۰ دولت او خصوص د ملی امنیت ریاست باید د دینی مدرسو
    استازانو څارنه په خپل وخت وکړی تر څو بعضی استازان د ترورستی تبلیغاتو نه منع کی۰
    په استثنایی توګه د جنسی تجاوز هم ځینی پیښی واقع کیږی
    که د پوهنی مخترم وزارت په کافی اندازه ښځینه استازانی وګماری نتجه به یی سل په سلو مثبته وی۰
    په وطن کښی د تعلیم او پوهنی د لا زیات پرمختګ په هیله

    درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...