جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کابل ـ کندهار لویه لار پرانیستل شوه

د کابل ـ کندهار لویه لار پرانیستل شوه

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۱۶) د غزني ولایت د ناراضه وګړو د لاریونونو له پاې ته رسیدو سره د کابل ـ کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخ بېرته پرانیستل شوه.

د راپورونو له مخي، د غزني خلکو د نا امنیو د زیاتیدو او په دې برخه کې د سیمه ییزو چارواکو د نه پاملرنې له امله له څو ورځو راهیسې لاریونونه کول او د کابل ـ کندهار لویه لار یې تړلي وه.

بل خوا د غزني سیمه ییز چارواکي وایي چې لاریون کوونکو نن خپل اعتراضونه پای ته رسولي او لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوي ده.

د غزني ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په اوس وخت کې د لاریونوالو قناعت حاصل شوی او لویه لار د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې ده.

اعتراض کوونکو تیره اوونۍ په غزني ولایت کې د امنیت په ټینګښت کې د امنیتي او سیمه ییزو چارواکو د پاتې راتګ په خاطر لاریونونه پیل کړل او عمومي سړک یې د ترافیکو پر مخ تړلی وو.

اعتراض کوونکو ټينګار درلود چې والي، د پولیسو قومندان او د ملې اردو چارواکي دې له دې ولایت څخه لرې شي.

ویل کیږي چې د سیمه ییزو اورګانونو رییس د اعتراض کوونکو له استازو سره په ټلیفوني اړیکه کې د غزني ولایت په رهبرۍ کې د اصلاحاتو د راوستلو ژمنه کړې ده.

غزني د هېواد د نا امنه ولایتونو له جملې څخه دی چې ځینې برخې یې د طالبانو په کنټرول کې دي او څو ځله د دې ولایت مرکز هم سقوط شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب