جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهخالد: د سولې له هڅو سره د طالبانو تاوتریخوالی لا زیات شوی

خالد: د سولې له هڅو سره د طالبانو تاوتریخوالی لا زیات شوی

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۱۶) د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وایي، په داسې حال کې چې د دولت مذاکراتي پلاوی له طالبانو سره مخامخ خبرو ته چمتووالی نیسي او د سولې هڅې ګړندۍ شوې دي خو نه یوازې دا چې تاوتریخوالی کم شوی نه دی بلکې لا یې شدت موندلی دی.

خالد نن په لغمان کې یوې ناستې ته په خبرو کې وویل، مقابل اړخ هڅه کوي د جګړې د اور د تېزولو په وسیله ډېر امتیاز تر لاسه کړي.

اسدالله خالد ډاډ ورکړی چې د افغانستان یوه څنډه به هم د وسله والو مخالفانو لاس ته ورنه شي او هر وخت به د حاورې دفاع وکړي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام کې وویل، د جګړې په جبهاتو کې ځینې ستونزې شته خو په خبره یې ژر به حل شي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر داسې مهال لغمان ته تللی چې تر بل هر وخت د طالبانو تاوتریخوالې زیات شوی او پر مرکز سربیره د ولایتونو امنیتي وضعیت هم خراب شوی دی.

2 COMMENTS

  1. ملنګه ! تاند يوه معتبره ورځپاڼه ده ، دلته د پوچو ويل شرم دئ ، فېسبوک ندئ چې هرڅه ودوړوې ، بشري کرامت ته درناوئ ولره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب