پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد عليپور اړوند کسانو میدان وردکو کې څو پولیس او د هغوی...

د عليپور اړوند کسانو میدان وردکو کې څو پولیس او د هغوی تجهیزات له ځان سره وړي

تاند، یکشنبه د سنبلې ۱۶مه: میدان وردکو کې د قومندان عليپور ملېشو تيره شپه ددغه ولایت بهسود ولسوالۍ کې د پوليسو پر پوستې بريد کړى دی.

د میدان وردکو د ولایتي شورا غړي وايي، د ملېشه ځواکونو قومندان عليپور وسله والو ددغه ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د امینیتي ځواکونو پر پوستې وسله وال برید کړی، چې له امله یې رامنځته شوې جګړې د څو ساعتونو لپاره دوام کړی دی.

د میدان وردکو د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د امنیتي ځواکونو او د عليپور اړوند وسله والو تر منځ جګړه کې سرتېرو ته تلفات اوښتي دي.

بلخوا د ميدان وردکو د والي وياند محب شريفزي وايي، دغو وسله والو د پوستې تر نيولو وروسته څو پولیس او د دوی یو هاموې ټانک، یو رنجز موټر او یوه اندازه سپکې او درنې وسلې هم له ځانه سره وړي دي.

عليپور په ميدان وردکو او ځينو نورو سيمو کې د پاڅونوالو قومندان دى چې سلګونه وسله وال يې تر قوماندې لاندې دي.

د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې په میدان وردک کې د علي پور په نوم د غیر مسؤلو وسله والو د قوماندان فعالیتونه زیات شوي دي.

5 COMMENTS

  1. بهسود-۱ اوبهسود-۲ دغه دواړه ولسوالی په میدان وردګو ولایت پوری تړلی دی. دغه ولسوالی ځینی د هزاره جات په نوم هم یادوی. په بهسود-۱ او بهسود- ۲ کی د کوچیانو هلبندونه، ځمکی او کورونه شتون لری. دغه ساحه د بحر څخه ۳۰۰۰ متره جیګوالی لری، دهلمندسیند سرچینه د بهسودـ ۱ څخه شروع کیږی. د کوچیانو هلبندونه یا د څارویو د څړ ځایونه په اوړی کی په همدغه ځایو کی قرارلری. دښاغلی کرزی له وخته تر اوسه کوچیان اود هغوی کورونه او څاروی د علی پور، شجاعی، شفیع دیوانه(چه دخلیلی لخوا وژل شویدی)او د ولسی جرګی برحال وکیل غلام ناصر حسینی لخوا تر حملو، شکنجو او ترورلاندی راځی.
    دعلیپورملېشه ځواکونو اوسنی وسله وال برید چه په امینیتي پوستو ترسره شوی، دایران فاطیمون او هزاره مشرانو په سرکی د غلام ناصر(دپارلمان وکیل) دسیسه ده، دوی غواړی په دغه دسیسوسره لمړی د کوچیانو د وژلو لپاره اسلحه پیداکړی، دوهم حکومت کمزوری کړی او دسولی وروسته د خپل جنګ او ګډوډیو لپاره ځان تیار کړی او…
    والسلام

  2. اوس که دولت رښتیا هم شرم لري نو هغه کس چې ددې لعل چور حرموني ضمانت یې کړی و باید ونیسي او تر هغه یې خوشې نه کړي او ویې ډبوي چې لعل چور نه وي نیول شوی. والله که دا رقم ګډوډي د نړۍ په هيڅ ګوډ کې وي. وبه ګورئ چې سبا به قیصاري هم چور شروع کړي. خلیلی قاتل هم باید يو ځای ورسره ونیول شي. دا د عبدالعلی مزاري لمسیان دي او د ایران د فاطمیونو سپیان دي. شاید دا کار یې د طالبانو په مشوره کړې وي. د ايرانیانو ته: افغانستان عراق نه دی. داسې نه چې له تاریخې پښیمانۍ سره مخ شئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب