پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهامریکايي پوځیانو په عراق کې ۱۶ نظامي اډې تخلیه کړي

امریکايي پوځیانو په عراق کې ۱۶ نظامي اډې تخلیه کړي

تاند، یکشنبه د سنبلې ۱۶مه: امریکايي پوځیانو په عراق کې ګڼې اډې ددغه هېواد پوځیانو ته سپارلي او ترې وتلي دي.

د راپورنو له مخې د عراق حکومت ویلي د امریکايي پوځیانو د اډو شمېر له شلو څلورو ته راښکته شوی دی.

د عراق حکومت د معلوماتو له مخې امریکا په دغه هېواد کې د خپلو سرتېرو شمېر راکم کړی دی او ګڼې اډې یې عراقي پوځیانو ته پریښي دي.

تر دې وړاندې امریکايي پوځیانو د عراق په شلو اډو کې حضور درلود چې دغه شمېره اوس یواځې څلورو ته راښکته شوې ده.

د عراق حکومت زیاته کړې په سیمه کې د امریکايي عسکرو حضور د هېچا په زیان نه دی او ویلي یې دي چې دوی به د عراق د قوانینو له مخې خپل فعالیتونه تر سره کوي.

سرچینه زیاتوي امریکا د سرتېرو کمولو ته ژمنه ده او ښايي خپل سرتېري نور هم په عراق کې کم کړي.

امریکايي چارواکو تر اوسه په رسمي توګه په دې هکله څه نه دي ویلي، خو دغه هېواد ته د عراق د لومړي وزیر مصطفی کاظمي د سفر پر مهال داسې راپورونه ورکړل شوي چې ښايي امریکا په درې میاشتو کې له عراق څخه خپل ټول پوځیان وباسي.

په ورته مهال د متحده ایالاتو د دفاع وزیر په یوه تازه مرکه کې ویلي، تر راتلونکې نومبر میاشتې به له افغانستان څخه هم نږدې ۳۰۰۰ پوځیان وباسي.

دغه څرګندونې په داسې مهال شوي چې څه موده مخکې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډټرمپ ویلي وو چې د امریکا د ولسمشرۍ تر ټاکنو وړاندې به له بهرنیو هېوادونو خپل سرتېري ووباسي او خپل هېواد ته به یې ستانه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب