دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمسولان: کونړولایت کې په کلني ډول ۱۵ ټنه چارمغز تولیديږي

مسولان: کونړولایت کې په کلني ډول ۱۵ ټنه چارمغز تولیديږي

تاند ( یک شنبه، د سنبلې ۱۶) د کونړ ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولان وایي، چې په دې ولایت کې په کلني ډول تر ۱۵ ټنه چارمغز تولیدیږي.

د یاد ولایت د کرنې رئيس نجیب الله عادل وایي په دې ولایت کې به د چارمغزو د نویو بوټو په رسېدو سره راتلونکي ته د حاصل کچه نوره هم لوړه شي.

نوموړی وایي، چې دوی دغه راز په دې ولایت کې د محصولاتومدیریت په برخه کې د ۱۱۰ پروژو پيل سره په زیات شمېر بزګرانو ته هم کاري زمینې برابرې کړې دي.

بل لورته د کونړ ځایي خلک بیا د کرنې له ریاست نه غواړي څو په دې ولایت کې د ځنګل وهنې مخنیوی وکړي.

دوی وایي، اوس هم د کونړ په لرې پرتو ولسوالیو کې ځنګلونه وهل کیږي او قاچاق کیږي خو څوک یې مخنیوی نه کوي.

که څه هم مسولانو تازه په دې اړه څه ونه ویل، خو له دې وړاندې یې ویلي وو، چې د کونړ ځنګلونه په هغو سیمو کې وهل کیږي، چې د دولت د مخالفینو په واک کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب