سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهد مصالحې عالي شورا: طالبان د مرکچي پلاوي بدلولو په پلمه د...

د مصالحې عالي شورا: طالبان د مرکچي پلاوي بدلولو په پلمه د سولې فرصت له لاسه ورکوي

تاند، یکشنبه د سنبلې ۱۶مه: د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي طالبان د مرکچي پلاوي بدلولو په پلمه د سولې رامنځته شوی فرصت له لاسه ورکوي.

ددې شورا ویاند فریدون خوځون وايي، طالبان دې نور ځنډ نه کوي او د افغانانو تر منځ دې د خپلمنځي خبرو وخت معلوم کړي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا دا غبرګون وروسته تر هغه ښودلی چې طالبانو پرون شنبه د شپې ناوخته شیخ عبدالحکیم د خپل مرکچي پلاوي مشر او شېر محمد عباس ستانکزی یې د مذاکراتي ټیم مرستیال وټاکل.

تر دې مخکې عباس ستانکزی ددغې ډلې د مذاکراتي ټیم د مشر په حیث ټاکل شوی و.

په داسې حال کې چې د بندیانو د تبادلې بهیر څو ورځې مخکې پای ته رسېدلی، خو لاهم د سولې مخامخ خبرې نه دي پیل شوي.

د افغانستان حکومت د دواړو خواوو تر منځ د خبرو د ځڼدېدو لامل د طالب مشرانو خپلمنځي اختلافات بللي دي.

د یادونې وړ ده چې پرلپسې څو ورځې حکومت قطر ته د افغان پلاوي د تلو خبرې کوي خو لا هم دغه هېواد ته د حکومتي پلاوي د سفر دقیقه نېټه نه ده په ډاګه شوې.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، د افغانانو تر منځ د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره افغان پلاوی بشپړ تیاری لري، خو زیاتوي وروسته له هغه به قطر ته سفر وکړي چې طالبان خپل پلاوی چمتو کړي.

د افغان سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی هم دوحې ته تللی څو دغه بهیر له نږدې وڅاري.

3 COMMENTS

  1. طالب د هغه لانځکی په شان دی که تا بالتی ورواچولی خو تاته سندری وایی که مه ورواچولی بیا ماته سندری وایی.
    مطلب دا چی طالب د پاکستان او ایران غولام دی هغوی چی هره برنامه ورکی همغه برنامه پرمخ بیایی.

  2. طالبانو چغی وهلی چی بندیان خلاص شی موږ مذاکراتو ته تیار یو اوس په یوه او بله پلمه خبری ځنډوی او په افغانستان کی سور اور بل کړی، دولت باید د طالت هری حملی ته سخت ځواب ورکړی هغوی چی په موټرسایکل او سراچه ستا پوستی نیسی نو ته څه بلا وهلی توپ، طیاره او ټانکونه لری خو له مخی یی سټ کړه،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب