Homeخبرونههلمند کې د خُرما سوداګریز بڼونه جوړیږي

هلمند کې د خُرما سوداګریز بڼونه جوړیږي

تاند(شنبه، د سنبلې ۱۵) د هلمند ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د خرما ۲۵ جریبه سوداګریز بڼونه جوړوي.

د هلمند د کرنې رییس زلمي الکو وایي، چې په دې ولایت کې د خُرما «کجورو» بڼونو د ترویج په پار سږکال په دې ولایت کې د خُرما ۲۵ جریبه سوداګریز بڼونه او کلیکسیون جوړیږي، په همدې موخه د خُرما بڼونو جوړولو لپاره د ځمکې جوړولو او اماده کولو چارې پیل شوي دي، چې ډیر ژر به پکې رسماً د نیالګیو اېښودلو لړۍ پیل شي.

الکو وایي:

دغه بڼونه په دې ولایت کې د کجورو د بڼونو جوړولو د ترویج او پراختیا په پار جوړیږي، د کرنې وزارت له برنامو څخه یو هم د خُرما ونو پالل، روزل او بڼوالو ته پېژندل دي. دغه وزارت بڼوالو ته د خُرما ونو دکرکېلي لارې چارې ښیي.

خرما تر ډېره په ګرمو سیمو کې وده کوي. هلمند، فراه، کندهار، لغمان او ننګرهار د خُرما پالنې لپاره مناسب اقلیم لري.

1 COMMENT

  1. یره- دا د هلمند د کرنې رئیس هم ډېر مداري دی. وخت پر وخت په هلمند کې د کرهڼې په اړه داسې خبرونه خپروي چې د خلکوتوجه جلب شي. خو په حقیقت کې چې هلمند ته لاړ شې او بیا ددې خبرونو پوښتنه وکړې نو هېڅ نه وي.

    الکو صاحب، لږ د ریښتیا کار وکړئ، هلمند ډېر فرصتونه لري. دغه فرصتونه باید وکارول شي. په تشو خبرو نه کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...