افغانانو د تاریخ په اوږدو کې دا څو ځله تجربه کړې چې د انقلابونو په ترڅ کې د پخواني نظام بنسټ نړوي او د یوه بل نوي نظام بنسټ ږدي. دلته د نظام نه بقا د دې لامل شوې چې موږ له نړۍ څخه وروسته پاتې شو، جنګونه راباندې تحمیل شي، د پردیو دسیسو ښکار وګرځو، د افغانانو خویندي او میندي د نورو په ښارونو کې سوال کولو ته مجبورې شي او له نورو یو عالم جنجالونو سره مخامخ شو چې لا هم له دې بد حالت څخه وتلي نه یو.
په عموم کې په یوه هېواد کې د یوه نظام یا سیستم بقا مهمه ده چې په دې برخه کې انګلیستان، امریکا او یو شمېر نور هېوادونه ښه سابقه لري. د انګلیستان نظام شاهي دی، چې له پېړیو راهیسې یوازې د خلکو په خوښه په کې تغیرات راغلي، خو له یوې مخې له منځه نه دی تللی او بقا یې کړي ده. ددې تر څنګ امریکا له هغه وخته چې دیارلسو مستعمرو یې له انګلیس څخه ازادي واخیسته، تر نن ورځې پورې غیر متمرکز جمهوري نظام پالي او یوازې څېرې دي چې واک ته راځي او خپل مسئولیونه د یوه سیستم په چوکاټ کې مخته وړي.
دا منو چې موږ شاوخوا په تېرو شلو کلونو کې د جګړې په حالت کې وو. د جګړې او پردیو مداخلو له امله مو په هغه ډول پرمختګ ونه کړ لکه څه ډول چې لازم وو، خو له دې ټولو ستونزو سره، سره د جمهوریت او ازادۍ له برکته موږ وکولی شي چې په اکثرو برخو کې زموږ له منځه تللي بنسټونه ورغوو، د بیان د ازادۍ له برکته د انتقاد ژبه او جراات پیدا کړو، ځوانان مو پر نړیوال معیار برابرو زده کړو او نړیوالو پوهنتونونو ته لار پیدا کړې، په هېواد کې دننه ښې زده کړې وکړي، د عصري نړۍ او حکومتوالۍ تجربې را انتقال کړي او نور ډېر هغه څه راخپل کړي یا کړو چې پخوا افغانان ډېر کم ورسره اشنا وو.
د نننۍ پرمختللي نړۍ اکثره نظامونه جمهوري دي. د جمهوریت د رامنځته کولو لپاره ملتونو ډېرې قربانۍ ورکړي دي. د ملتونو د قربانیو او وینو په پایله کې همدا جمهوریتونه پالل شوي دي. داد دوی د قربانیو برکت دی چې نن یې ثمره ویني او ښه ژوند لري.
د جمهوریت د ځانګړنو او ګټو لمن ډېره پراخه ده. دلته پر جمهوریت له دې زیات بحث کول لازم نه بولم او باور لرم چې په نننۍ نړۍ کې هر څوک د جمهوریت، ازادۍ او دیموکراسۍ پر ګټو پوهېږي.
په تېرو شلو کلونو کې ګاونډیو هېوادونو او د نړیوالو قدرتونو استخباراتي شبکو هڅه وکړه څو په افغانستان کې جمهوریت بلوغ ته ونه رسېږي، افغانان د ازادۍ په خوند پوه نه شي او له هر ډول پرمختګ څخه راوګرځول شي، خو زموږ د افغانانو شهامت او مېړانې دا جمهوریت وپاله او داسې زمینه یې برابره کړه چې له دې وروسته د جمهوریت د نه بقا سوال نه پاتې کېږي.
موږ به څو ورځې وروسته له وسله والو طالبانو سره د سولې مذاکراتو ته ځو. په دې مذاکراتو کې به هر لوری هڅه کوي چې خپله ايډیالوژي او غوښتنې پر مقابل طرف ومني، خو د افغان لوړپوړو چارواکو او ځوان نسل اصلي دنده داده چې هم له طالب سره په مذاکراتو کې له جمهوریت دفاع وکړي، هم په نړیوال سټېج باندې د جمهوریت د بقا لپاره د لابي کولو په خاطر شپه او ورځ یوه کړي، ځکه د جمهوریت بقا به موږ ډېر ژر په پښو ودروي او په نړیواله کچه به له سوال کولو او نورو بدو نومونو څخه د تل لپاره خوندي پاتې شو.
موږ وړاندې یادونه وکړه چې په تېرو شلو کلونو کې د ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو قدرتونو استخباراتو په افغانستان کې د جمهوریت د ناکامېدو لپاره ډېرې هڅې وکړې، خو افغانانو له جهوریت دفاع وکړه. دوی همدا برنامه اوس د سولې په مذاکراتو کې هم مخته وړي او هڅه به کوي چې د طالب په نوم او ادرس نظام ته تغیر ورکړي، د ځواکونو شمېر کم کړي او نور هغه اهداف چې دوی له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې د جنګ له لارې دلته تعقیبول، دا ځل به یې د سولې پروسې تر نوم لاندې سرته رسوي چې دې اړخونو ته باید ټول افغانان او ښکېل اړخونه متوجه وي.
په اخر کې مې له ټولو چارواکو، مبصرینو، قلم خاوندانو او د سولې په مسئله کې ښکېلو اړخونو څخه هیله داده څو له ټولو هغو توطیو څخه ولس پر وخت خبر کړي چې د سولې په پروسه کې موجودې وي او ددې ملت راتلونکو نسلونو ته بیا جنګ، وروسته پاتې والی او نورې ګڼې بدمرغۍ په میراث پرېږدي.
ددې تر څنګ باید یادونه وکړم چې په نظام کې د ستونزو اصلاح اسانه ده، خو له صفر څخه پیل او پر پښو درول یې د بې شمېره ځوانیو قرباني غواړي او باوري یم چې افغانان به بیا هېڅکله دا کار تکرار نه کړي.
افغان ملت دې سر لوړی وي