جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د سولې مرکچي پلاوی قطر ته روان دی

د افغانستان د سولې مرکچي پلاوی قطر ته روان دی

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۱۲) د افغانستان د سولې پلاوی به ژر قطر ته ورسېږي چې له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي.

ځینې ناتایید شوي راپورونه وايي چې سبا د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمدحنیف اتمر او د مصالحې د ملي شورا ريیس عبدالله عبدالله هم قطر ته ځي.

د مصالحې ملي شورا وايي، د حکومت د سولې پلاوی به سبا (پنحشنبه) دوحې ته روان شي. دې شورا د ښاغلیو عبدالله او اتمر د سفر په اړه څه نه دي ویلي.

دا انکشاف وروسته له دې کېږي چې د بندیانو د تبادلې بهیر نن بشپړ شو.

په همدې حال کې نن ولسمشر غني د مصالحې د ملي شورا له رييس او د مرکچي پلاوي له غړیو سره په اړګ کې وکتل او د بین الافغاني خبرو په اړه یې خبرې ورسره وکړې.

د عبدالله عبدالله ویندوی فریدون خوځون وايي چې د سولې د خبرو له لارې ټول خنډونه لېرې شوي دي.

2 COMMENTS

  1. ډیر خوشحالوونکی خبر، الله ج دي په مونږ افغانانو رحم وکړی.
    الله ج دي ځمونږ وطن ته سوله او آمن راولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب