سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهصالح: حکومت طالب بندیان نه دي خوشې کړي، له کومانډویانو سره یې...

صالح: حکومت طالب بندیان نه دي خوشې کړي، له کومانډویانو سره یې تبادله کړي

تاند ( چهارشنبه، د سنبلې ۱۲) د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې افغان حکومت بندیان خوشي کړي نه دي بلکې له خپلو کومانډویانو سره یې تبادله کړي دي.

نوموړي، چې نن یې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر د معرفت په غونډه کې خبرې کولې وویل: « له بهرنیو فشارونو سره یې مقاومت وکړ او په دې توافق شوی، چې پاتې طالب بندیان به د ۱۳ کومانډويي ځواکونو په بدل کې خوشې کوي.»

د صالح په خبره ۱۳ کومانډويي ځواکونه تازه د کندهار عینو مینه کې د طالبانو له خوا خوشې شوي دي.

https://taand.net/%d8%b5%d8%af%d9%8a%d9%82%d9%8a-%d8%af-%d8%b2%d9%86%d8%af%d8%a7%d9%86%db%8c%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%aa%d8%a8%d8%a7%d8%af%d9%84%db%90-%d8%a8%d9%87%d9%8a%d8%b1-%d8%af%d9%88%d8%a7%d9%85-%d9%84%d8%b1/

هغه زیاته کړې،چې د دوی ټیم تیرې ټاکنې په مطلقه توګه ګټلې وې له همدې امله ولسمشرغني اوس د سولې شورا په راس کې قرار لري او د مذاکراتي ټيم ټاکنه هم د ولسمشر صلاحیت دی.

صالح داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې وړمه ورځ د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي وو، چې د دې شورا د تشکیلاتي ټیم ټاکنه د ده کار دی نه د ولسمشرغني.

https://taand.net/%d8%af-%d9%85%d9%84%d9%8a-%d9%85%d8%b5%d8%a7%d9%84%d8%ad%db%90-%d8%b9%d8%a7%d9%84%d9%8a-%d8%b4%d9%88%d8%b1%d8%a7-%d8%af-%d8%af%db%90-%d8%b4%d9%88%d8%b1%d8%a7-%d9%84%d9%87-%d8%aa%d8%b4%da%a9%db%8c/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب