تاند ( چهارشنبه، د سنبلې ۱۲) پاکستان وایي، چې د ملګرو ملتونو په راتلونکې غونډه کې د لومړي وزیر عمران خان د خبرو تر ټولو ډېر تمرکز به پر افغانستان او کشمیر وي.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی وايي، چې د روانې میلادي میاشتې په پنځه ویشتمه به د ملګرو ملتونو عمومي مجمع جوړېږي.
سرچینه زیاتوي، چې د غړو هېوادونو مشران به د ویډیو کنفرانس له لارې په دې مجمع کې برخه اخلي.
د سرچینې په خبره به دې مجمع کې به د عمران خان تر ټولو ډېرتمرکز پر کشمیر وي او همدا راز افغان سوله وي.
عمران خان به دغه راز به دې مجمع کې له افغانستان سره د پاکستان پر راتلونکو اړیکو او لیدلوري هم خبرې وکړي.
د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه هر کال په نیویارک کې جوړېږي، خو سږ کال به د کورونا د خپرېدو له امله غړي هېوادونه د ویډیو کنفرانس له لارې دغه غونډې ته ویناوې کوي.
https://taand.net/%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d9%88%d8%a7%d9%8a%d9%8a%d8%8c-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%ad%da%a9%d9%88%d9%85%d8%aa-%d9%be%d9%87-%d8%ba%d9%88%da%9a%d8%aa%d9%86%d9%87-%db%8c/
پاکستان په دې وروستیو کې د افغانستان پر مسایلو کې ډیر ځان شریک بولي خو افغان شنونکي بیا د پاکستان پر نیت شک لري او وایي تیر ته په کتو بیاهم هیله من نه دي ، چې دوی به دافغان سولې په پروسه کې ریښتینې همکاري وکړي.