یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهد آی ایس آی پخوانی مشر وايي، د افغانستان راتلونکې به د...

د آی ایس آی پخوانی مشر وايي، د افغانستان راتلونکې به د طالبانو او شمال ايتلاف په لا س کې وي

تاند (چهارشنبه، د سنبلې ۱۲) د  پاکستان د پوځي استخباراتو پخوانی ريیس اسدالله درانی وايي، د افغانستان په راتلونکي کې به اشرف غني هیڅ رول نه لري او اصلي واک به د طالبانو، عبدالله عبدالله او د شمال ايتلاف د نورو غړیو وي.

اسد دراني له یوه پاکستاني تلویزیوني چاینل سره په مرکه کې وویل، پاکستان لس کاله پخوا له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د ایستلو پلان جوړ کړ خو له دې سره سره اسلام اباد د افغانستان د جګړې په پای ته رسولو کې رول نه لري او باید افغانان په خپله د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي.

د ده په وینا پاکستان لس کاله پخوا پوهېده چې امریکا باید له افغانستانه ووځي او جګړه پای ته ورسوي.

دراني زیاته کړه«اوس امریکايی پوځیان په وتلو دي، پاکستان د یوه هیواد په توګه لږ رول لري خو طالبان له وړاندې لا په جنګ ځپلي افغانستان کې مسلط رول لري او مهم رول به ولوبوي.»

ده همداراز وویل چې د طالبانو ترڅنګ ډاکتر عبدالله، محمد محقق او د شمال ايتلاف نور مشران هم د افغانستان په راتلونکې کې رول لري.

«خو اشرف غني د افغانستان په راتلونکې کې هیڅ رول نه لري ځکه چې پر افغانستان (له بهره) تپل شوی دی. د طالبانو او سیمه ییزو (شمال ايتلاف) مشرانو ترمنځ خبرې به سخته وي او بیا به پر واک وېش پرېکړه وشي.»

د آی ایس آی دغه پخواني مشر، چې اوس هم د پاکستان افغان پالیسي جوړوونکو ته سلامشورې ورکوي، وویل «موږ د افغانستان د راتلونکې په اړه اندېښنه نه لرو. طالبان په مسلط موقف کې دي او دوی له امریکا جګړه ګټلې ده. پاکستان مهم رول نه لوبوي او دا زموږ په ګټه ده چې په افغانستان کې د نور رول د ترلاسه کولو لپاره ځان ښکېل نه کړو.»

درانی وايي، د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان پر اردو بې ځایه ملیاردونه ډالر ضایع کړل.

ده دا تور هم ولګاوه چې امریکا په پټه طالبانو ته ۵۰۰ ملیون ډالره رشوت ورکړی دی.

د پاکستان د پوځ پخوانی ريیس وايي، ناټو او امریکا ته له ماتې ورکولو وروسته طالبان څوک درولی نه شي.

د ده اشاره دې ته وه چې طالبان به په زور کابل ونیسي.

پاکستان په نوي یمه لسیزه کې هم د افغانستان د ملي اردو، ملي پولیسو او د نظام د بنسټونو د ویجاړولو لپاره په دې نوم چې په حکومت کې د کمونستي نظام ملېشه ځواکونه شته، جګړه توده وساتله څو د افغانستان ټول تاسیسات وران شي.

16 COMMENTS

  1. دا حرامیان اوس بیا غواړی اردو دمنځه یوسی، خپل نوکران (طالبان او نور جهادیان راولی) چه خپل وطن وران او پنجابیانو ته موردګاوی وکړی

    خو دا خوب به یی کله هم پوره نشی

  2. افغانانو ورونو ددی پاکیستانی سپی خبری ته خو متوجه یاست چه په څومره سپین سترګی سره وایی چه واقعی افغانانو ته ددوی په خیال راتلونکی کښی په افغانستان کښی ځایی نه شته. ته څوک یی چه ځمونږ لپاره وړاند وینه کوی او خپل تالیڅټی راته معرفی کوی.

    • د پرون په افغانستان کښې او د نن په افغانستان کښې د زمکې آسمان فرق دې. د طالبانو او د هغوئ د بادار پاکستان دا خوب به کله هم پوره نشې.
      بلخوا که طالبان افغانان دې نو په مقابل کښې ورته هم د افغانانو ملې اردو ده.

  3. دا دالخور چټي لګيا دی او منفي تبليغات کوي، طالبان او اوسنی حکومت ټول به وي او سم دم حکومت به وي اردو به په خپل ځای وي يوازې هغه پراشوټي جنرالان چې اکثريت يې د جمعيت بانډ سره پيوست دي په کور کېنول شي چې ټول افغان ملت ورسره موافق دی،
    چې لږ د آرام ساه واخلو بيا د اټک ګټلو جهاد پيلېږي او کېدای شي پاکستان جعلي هېواد له منځه ولاړ شي.

  4. د تورمخو پنجابیانو راتلونکې ډېره تیاره ده. دوی دې په یو څو اټومي بمونو نه نازېږي. روسانو شپږ زره اټومي بمونه لرل، خو بیا هم دړې وړې شول. داسې ورځې راروانې دي چې انشاالله دا تورمخي به په روزۍ پسې دروېزې وکړي. اوس دوی فټف تور لسټ ته ورتلونکي دي او کله یې چې روزي ورباندې ودرېده نو بیا به دا اټومونه ترې واخلي او د هندوستان د خاورې برخه به شي. لوی افغانستان او لوی هندوستان به په اټک سره بیل وي. درناوي

  5. بس. افسوس دی. دا خبرې چې کوي نو په افغانستان کې خلک لري چې پلانونه یې عملي کوی.

    خدای ته وګورئ ځان ددې چټل خورو غلام مه ګرځوئ. که ددوی منئ نو افغانستان به بیا تبا کړئ.

  6. د افغانستان را تلونکی به د لوی افغانستان جوړول وی، د ای اس ای له مینځه وړل دی او د پاکستان مکمل تجزیه کول دی.

  7. محمده وروره زه ستا د ښکلی تبصری سره په بشپړ ډول موافق یم
    د چټلیستان د ختمیدو ورځی رانیژدی شویدی
    مننه

  8. دوی هم دبل هرچا په شان کولی شی خوب ووینی خو داځل به دپاکستان د ماتیدو او دمنځه تلو وخت را رسیدلی دی اتومی او غیری اتومی مرمی یی جنرالانو وختی خرځی کړی دی .

  9. رحمت الله نبیل هم ځان ته د ملي امنیت رئیس وایی . هغه د خپل نظام د ضعیفه کولو لپاره ویناوې کوي .
    د پنجاب د استخباراتو رئیس بیا د افغانستان د سرنوشت د ټاکلو کیسې کوي. په کابل کې د خپلو نانځکو رول باندې دومره متیقین دی چې وایی : «موږ د افغانستان د راتلونکې په اړه اندېښنه نه لرو. طالبان په مسلط موقف کې دي او دوی له امریکا جګړه ګټلې ده. پاکستان مهم رول نه لوبوي او دا زموږ په ګټه ده چې په افغانستان کې د نور رول د ترلاسه کولو لپاره ځان ښکېل نه کړو»
    درانی وايي، د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان پر اردو بې ځایه ملیاردونه ډالر ضایع کړل .
    دوی بیا غواړي د افغانستان اردو کبارړ او پنجاب ته انتقال شي .
    افغانانو راويښ شئ ، سره متحد شئ اوکه د پنجاب اوامرو ته غاړه کېږدئ ، بیا به در په در او خاورې په سر ګرځئ .

  10. His assessment seems to gaining ground day by day, politically and militarily Afghanistan is gearing to be re-ruled by both Taliban and Ekhwanian combined.

  11. لکه په کراتو تکرار سره ویل شویدی چی د امریکا چټل رفتار او کردار په واسطه پنجابی پاکستان ته پلانیز جرأت د افغانستان مستقیمآ نفوذ لاندی راوستلو لپاره اوس علنی بی شرمانه د خپلو تربیه شوو غلامانو حاکمیت تر لاسه کولو تبلیغ باندی شروع وکړه او دا د امریکا په هدایت سره دی ، افغانان د انګلیس د پښتنو شیطان تقسیم او مصنوعی سرحد رامینځ ته کول نه منی اما د همداسی پنجابی غلام پښتون لکه اسدالله دورانی له خوا د افغانستان تجزئي هدف ته ( چی دا دامریکا پلان دی ) د تش په نامه افغانانو ( لکه عبدالله ډبل ، محقق ، دوستم ، ګلبدین ، سیاف ، ګلبدین او طالبان ) ته تبلیغات شروع کړیدی اوددی ذکر حتمی دی چی مداری کرزای د لیونی او عبثو چیغو وهونکی غنی څخه مراتب هوښیارتره دی او هغه درک کړی دی چی د افغانستان راتلوونکی لپاره څه ډول پلان عملی کول غواړی ! دوی ټو ل د افغان ملت او دافغانستان خاوری دوښمنان دی ، تر څو چی دوی کابل کښي او نوره ئي بهر له کابل کښی پر افغان ملت رول لری نو افغانستان ته نه د واحد افغانستان ساتل او نه د صادقی صلحی انتظار موجود کیدای شی ، ځینو د امریکا ډالرو په مټو شعوری منورین د غازی امان الله خان او شهید محمد داؤد خان ( د کمونستانو کودتا مؤقتی رهبر ) لیکنو باندی مشغول ساتی ، د امریکا زهرداره ډالر به دا تاریخی نامداره افغان ملت او ددوی خاوره به یوازی افسانی شکل ولری ، ای افغانانو راویښ شۍ او یوازی لیکلو باندی ځانونه محدود نکړۍ بلکه متحد په یو اواز د افغانستان راتلوونکی محوه کیدو راپورته شی ، ددی ورځی په ارمان او هیله !!!!!!!

  12. تور مخی پاکستان
    په قران چې دا ټولې د ډار علامې دي. ټیزن دال خواره د ملي اردو له ډاره غول کوي. په دی څلور پنځو تېرو هفتو کې ډېر شمېر پاکستاني سپیان په افغانستان کې مردار شوي او له همدې عمله یې مشران ډزی ولي او تیزونه وهي. امریکایان او نړيوال به هیڅکله له افغانستان سره مرستې بنده نه کړي او نه به څوک بیا دلال طالب پرېږدی چې د حکومت واګې په لاس کې ونیسي. دلال طالب دی هم دا فکر بیخي له سره وباسي. دا خوب به انشاالله ټول پاکستاني تور مخې او چټل مشران ګور ته يوسي. تاسی دا فکر کاوه چې پاکستان به کله هم طالب له افغان دولت سره خبرو ته پرېږدي؟ او یا دلال طالب به خبرو ته کله هم حاضر شي؟ اوس دا دواړه خنزیران اماده دي. پاکستان د پېسو سپې دی او نړيوال پېسې لري. نور د چټلستان داستان ورو ورو مخ په ختمېدو دی. ورونو وارخطا کېږئ مه. په خدای او د افغانانو په همت باور ولرئ. سپیان به غاپی خو زمونږ د ګران هیواد د ابادۍ کاروان او قافله به روانه وي.

  13. زما دوطن ځوانانو او سپيڅلو افغانانو !
    دا ويناوې او بيشرمانه خبري او بيا هغه هم دپاکستان د آی ايس آی دمردار خور مامور څخه بايد هيڅکله ديو رښتينی افغان پر مورال اغيزه ونه کړي. او آی ايس آي لکه څنګه چه په سيمه کی يوه بدمرغه ،شراچوونکی ،او رذيله اداره ده دا دهغوي وظيفه ده چه بايد ځانته دغسی خرڅ سوی کسان لکه دطالبانو يو تعداد او شمال ټلوالی لنډه غر چهرد پيسو او واک په بدل کی هيواد او خاوره خو څه کوی حتی خپله مور ناموس او اولادونه هم خرڅوي. چه د پاکستان د آی ايس آی دغسی خرڅ سوی بيناموسه بيغيرته افراد پکار دی ترڅو دهغوی پواسطه پر افغانانو خپل حکومت وکړی .
    خو دا په موږ افغانانو پوری اړه لری چه چاته ددی حق ورکوو چه په افغانستان کی خپل لاسپوڅي او مزدوران په حکومت کی ځای پر ځای کړی . او بيا هم په موږ افغانانو پوری اړينه ده چه ددغسي خرڅ سوو نوکرانو او دهغوی بيشرمه بادارانو ته څنګه جواب ورکړو.
    مرګ او لعنت دی وی پر هغه خرڅ سوو په نامه بيغيرته لنډه غرو چه د افغان ترپاک نامه لاندی یی دوطن او ناموس تر ساتنې دپرديو نوکري او غلامی ته ترجيع ور کړی او د پرديو په چوپړ کی دی.

  14. پاکستان ډیر کمزوری اقتصاد لري، او دمګړۍ د تروریزم په استازولۍ او روزنه باندې تورن دی، او آن د تروریزم په خړ لسټ کې پروت دی، دا د ورځې خوبونه دي، چې زوړ دوراني یې په آرمان څرګندونې کوي.
    په هغه وخت کې چې طالبان مسلط شول، په افغانستان کې د شوروي ښکیلاک سرته رسیدلی و، او تنظیمې جګړو زور واخیست، د هیواد هر وګړی د دوی نه تر پوزې راغلی و، ځکه نو د طالبانو راتګ څه ډیر په ډرامتیک ډول رامنځته شو، خو ولسونو ورته د رحمت د فرښتو په سترګو کتل، نو هر چا ورته ښه راغلاست وویل.
    خو نن، د رحمت فرښتې د افغان ملت لپاره او آن د لر او بر لپاره افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه دي، مونږ د سیمې د سترو هیوادونو په کچه کومانډو او ځانګړي ځواکونه لرو، زمونږ هوايي ځواک ورځ تر بلې پیاوړی کیږي، همدارنګه ملي پوځ له تیرو شلو کلونو راهیسې لوبیږي، اوس د پوځ قومانده هم د هغه لوړرتبه او افسرانو په واک کې ده، چې هغوی په بهرنیو هیوادونو کې مسلکي زده کړې کړي دي.
    افغانستان د ډیموکراسۍ تر چتر لاندې ډیرې لاسته راوړنې لري، او آروپا هیڅکله هم دېته تیاره نده، چې په افغانستان کې دې یوه بله جګړه رامنځته شي، ځکه اوس نړیواله ټولنه او آروپایي هیوادونه په دې ښه پوهیدلي دي، چې جنګ په آسیا کې نو فشار یې په آروپا کې .. نور کډوالي او مهاجرت په نړۍ کې ستر بحران ګرځیدلی دی.
    ښاغلی دراني صیب دا ځلې ستاسې دا خبرې یواځې خبرې پاتې دي. کوښښ وکړئ چې خپل اقتصاد او هوساینې ته کار وکړي، ځکه چې ترهګري نن سبا ستاسې پوځیان هم هلاکولای شي، بل دا چې افغانستان د تروریزم د ګواښ او د پاکستان د ترهګرۍ سره سره بیاهم په ډیر جدیت پرمختګ کوي.
    له تیرو شلو کلونو راهیسې افغانان زده کړې کوي، پوهیدلي دي، او ډیر یې په سیاست پوهیږي، آما ستاسې سیاست یو چال او دهوکه ده، په کوم چې نړیوال او افغانان یو شانته پوهیږي.
    مننه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب