جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار د دروبابا ولس د طالبانو پر ضد پاڅون کړی

د ننګرهار د دروبابا ولس د طالبانو پر ضد پاڅون کړی

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۱۲) د ننګرهار د دوربابا ولسوالۍ ولسونو وروسته له دې د طالبانو پر ضد وسلې واخیستې چې طالبانو دوی ته د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په خاطر خبرداری ورکړ.

د دوربابا اوسېدونکي وايي، وسله والو طالبانو خبرداری ورکړی و چې که ځوانان یې د ملي اردو په لیکو کې شاملېږي نو حملې ته دې تیار اوسي.

طالبانو دغه راز د دوربابا ولسوالۍ اوسېدونکي ګواښلي چې که یې د ملي اردو او ملي پولیسو د وژل شویو کسانو جناره وکړه، سخته سزا به ورکړي.

خو د دوربابا اوسېدونکي وايي، شاوخوا ۱۵۰ تنو ځوانانو یې د طالبانو پر ضد وسلې اخیستي او نور طالبان نه پرېږدي چې د دوی سیمې ته ورشي او له خلکو په زور مالیه ټوله کړي.

دوی وايي، طالبانو له خلکو سره په دې خاطر بد چلند کاوه چې د دې ولسوالۍ له ۴ زره تر ۵ زره ځوانان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې دي. طالبانو د جوماتونو امامانو ته خبرداری ورکړی چې د امنیتي ځواکونو د سرتېرو د جنازې لمونځ ونه کړي.

د سیمې اوسېدونکي دا هم وايي چې طالبانو په دوربابا کې دیني مدرسې بندې کړې دي.

د ننګرهار د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکو تر دې وړاندې د داعش پر ضد هم پاڅون کړی وو.

د ننګرهار د والي ویندوی عطاالله خوږیاڼي د دوربابا د اوسېدونکو د پاڅون په اړه وویل چې هغوی یو وار بیا د حقیقت دفاع وکړه او اجازه نه ورکوي چې مخالفان یې وځپي.

دوربابا ولسوالي تورخم ته نژدې پرته ده.

2 COMMENTS

  1. ماشاءالله ، الله ج د دا وګړي ډېر کړي . افغانان ټول باید په ملي او اسلامي روحیه د ټالب خواروجو ، پنجابي ملیشو او نړیوال تروریزم پرضد ملي قیام وکړي . د هغوي ټولې بقایاوې له ګران افغانستان نه ورک کړي .
    د یو واحد ، له ټالبي خوارجو خلاص ، خپلواک او اسلامي افغانستان په هیله!

  2. آفرین صد آفرین د دور باباه په غیرتی خلکو، دا هسی د جهاد په نامه د آی ایس آی غلامانان دی زموږ یو نسل خو یی بی تعلیمه کړ غواړی د پنجاب لاس تړلی غلامان سوو. خدای ج د تاسی ته توفیق درکړی او نور افغانان دی هم خدای د قیام په لاره بوځی چی لدی ناولی او ناپوه ډلی خلاص سوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب