سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهپکتیاوالې مېرمنې د بین الافغاني خبرو ژر پيل غواړي

پکتیاوالې مېرمنې د بین الافغاني خبرو ژر پيل غواړي

تاند( چهارشنبه، د سنبلې ۱۲) په پکتیا کې ګڼ شمېرمېرمنو نن  د یوه سوله ییز لاریون پرمهال په هېواد کې د جګړې پر ښکېلو لورو غږ وکړ، څو د سولې خبرې ژر پيل کړي.

دغه مېرمنې وايي، چې افغانان نور له جګړو ستړي شوي اوس د دې وخت دی، چې ټول اړخونه خبرو ته مخه کړي او د جګړې لمن راټوله کړي.

په لاریون کې ګډونوالې مېرمنو دغه راز د اوربند غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې  د رښتینې سولې لپاره دې ښکېل اړخونه حسن نیت وښيي.

https://taand.net/%d8%af-%d8%b3%d9%88%d9%84%db%90-%d9%88%d8%b2%d8%a7%d8%b1%d8%aa-%d8%a7%d9%88%d8%b3-%d9%88%d8%ae%d8%aa-%d8%af%db%8c%d8%8c-%da%86%db%90-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d8%b3%d9%88%d9%84/

پکتیاوالې مېرمنې داسې مهال سوله ییز لاریون ترسره کوي، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرو پيل ته هېلې ډیرې شوي  دي.

د دې خبرو د پيل پر وړاندې شته خنډ ۳۸۰ طالب بندیان یادیدل چې افغان حکومت نه خوشې کول خو اوس افغان حکومت د یادو بندیانو دخوشې کولو پروسه روانه کړې.

https://taand.net/%d8%b5%d8%af%d9%8a%d9%82%d9%8a-%d8%af-%d8%b2%d9%86%d8%af%d8%a7%d9%86%db%8c%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%aa%d8%a8%d8%a7%d8%af%d9%84%db%90-%d8%a8%d9%87%d9%8a%d8%b1-%d8%af%d9%88%d8%a7%d9%85-%d9%84%d8%b1/

د ملي مصالحې عالي شورا هم ویلي، چې بین الافغاني خبرو لپاره دوحې ته د تګ لپاره د دوی پلاوی چمتو دی.

https://taand.net/%d8%af-%d9%85%d9%84%d9%8a-%d8%b1%d9%88%d8%ba%db%90-%d8%ac%d9%88%da%93%db%90-%d8%b9%d8%a7%d9%84%d9%8a-%d8%b4%d9%88%d8%b1%d8%a7-%d9%85%d8%b0%d8%a7%da%a9%d8%b1%d9%87-%da%a9%d9%88%d9%88%d9%86%da%a9%d9%8a/

 

 

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب