جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد هلمند په سیند کې یوه کښتۍ له ۸ سپرلیو سره ډوبه...

د هلمند په سیند کې یوه کښتۍ له ۸ سپرلیو سره ډوبه شوې

تاند ( چهارشنبه، د سنبلې ۱۲) د هلمند ولایتي چارواکي وایي، چې  نن سهار په هلمند سیند کې یوه کښتۍ له ۸ تنو سپرلیو سره ډوبه شوې ده.

د والي ویاند عمر ځواک زیاتوي، چې پېښه له غرمې وړاندې د هلمند په کجکې ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په خبره کښتې هغه مهال ډوبه شوې کله، چې ۸ تنو غوښتل د کښتۍ په وسیله د هلمند له سیند نه تېر شي.

د معلوماتو له مخې په ډوب شویو کسانو کې ۳ مېرمنې ۳ نارینه او ۲ ماشومان شامل دي.

د والي ویاند وایي په سیند کې د ډوب شویو سپرلیو جسدونه لا نه دي موندل شوی او په خبره یې دوی یې موندلو هڅې پیل کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب