دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهناټو د پروان سېلاب ځپلو ته لومړنۍ مرستې رسولي

ناټو د پروان سېلاب ځپلو ته لومړنۍ مرستې رسولي

تاند، شنبه د سنبلې ۸: په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه بیان کې ویلي چې د پروان سېلاب ځپلو ته یې مرستې ور رسولي دي.

نا ټو په خپله ویبپاڼه لیکلي چې دوی له افغان ځواکونو سره په ګډه د افغانستان د امنیت لپاره کار کوي.

ناټو په خپل راپور کې ویلي چې د سېلاب له کبله زیانمنو شویو خلکو ته یې لومړنۍ مرستې رسولي، چې پکې حلال خواړه، د څښاک اوبه او د حفظ الصحې مواد، کمپلې او ځيني نور اړین وسایل شامل دي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو قومندان جنرال سکاټ مېلر هم پروان ولایت ته تللی تر څو له نږدې وضعیت وګوري.

مېلر په پروان ولایت کې خلکو ته ویلي، چې له نړیوالو سره د افغانستان د جګړې په اړه خبرې کوي څو روانه جکړه پای ته ورسېږي او د افغانانو ستونزې حل شي.

په افغانستان کې وروستیو سېلابونو په ۱۴ ولایتونو کې سلګونه کسان مړه او ټپیان کړي او دغه راز یې خلکو ته سخت مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

1 COMMENT

  1. ښاغلو درونو ليکوالو چاري موښي
    دا چټلي تيوري او سياسي تجربي د کارمليانو او خلقيانو افغان اولس ته ښي روښانه دي او همدا اوس هم دکارمل هوادارن د حکومت په کيليدي چوکيو باندي ناست دي او په افغانستان تجارت کوي. تاسو يو سليمان لايق چه هغه هم مړ شو تر لکي نيولي او دوري دوري يي سره کشوي کارمليان ټول د جمعيت په ګوند منسجم دي او خپل هدف مخ په وړاني بيايي او تاسي يي په د وړو شيانو مشغول ساتلي ياسته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب