دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهايرګاشوف: افغانستان کې ثبات له نظامي نه بلکې له اقتصادي لارو راتلی...

ايرګاشوف: افغانستان کې ثبات له نظامي نه بلکې له اقتصادي لارو راتلی شي

تاند (شنبه، د سنبلې ۸) په ازبکستان کې د یوه تحقیقاتي مرکز مشر بختیار ایرګاشوف په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، چې په سیمه کې اقتصادي تحرکات د ثبات د راتګ سبب کېدلی شي.

د اېرګاشوف په خبره امریکا باید پوه شي، چې دوو لسیزو نظامي عملیاتو یې افغانستان ته ثبات را نه وست او نه هم د نظامي لارو دوام د افغانستان په ګټه دی.

نوموړی وایي ښه ده، چې تمرکز پر اقتصادي وده او سوله وشي.

اېرګاشوف زیاتوي، چې د افغانستان، ازبکستان او ایران ترمنځ د نوي رامنځ ته شوي ترانزیتي دهلیز پراختیا د ټولې سیمې په ګټه ده.

هغه هیله ښودلې، چې د مرکزي اسیا نور هېوادونه هم له دغه سوداګریز دهلیز سره یو ځای او په دې توګه د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت پراخې، امنې او ډاډمنې لارې رامنځ ته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب