دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeټولنیزانسان او طبیعت| عجب ګل تکل

انسان او طبیعت| عجب ګل تکل

دا دلیل د طبیعي ښکلا یو بیل کیف
په ماڼۍ کې تابلوګانې وي د غرونو
تــکل

(انسان د نورو موجوداتو په پرتله زیات چټل مخلوق دی، او په طبیعت کې د سختو او ژورو تغېېراتو رامنځته کوونکی موجود دی.)

د هر موجود اړتیاوې له طبیعته پوره او خړوبیږي، په ځانګړې توګه د انسان مادي او څه نا څه روحيي هغه ېې. انسان اړ دی، چې له طبیعته خوراک ، څښاک ، پوښاک ، سون توکي… واخلي تر څو، چې ژوندی پاتې شي. که هر څومره طبیعت د انسانانو مادي اړتیاوې ور پوره کوي، په همدي اندازه طبیعت انسان ته د ذهني او روحي تسکین او ارامۍ له پاره خپله غیږه ویړه کړې ده، پاچاهان، خانان او اشرف که هر څومره په نظیفو، ښکلو،  دنګو او مجللو ماڼیو او قصرونو کې اوسي د خپل روحي تسکین او ارام له پاره په خپله ماڼۍ کې د غرونو،  سیندونو، ابشارنو… انځور شوې رنګنې تابلوګانې را ځوړند کوي او د سوچه او رښتني طبیعت مینه پرې ماتوي. ډېرۍ انسانان د تصویر اخېستلو له پاره شنو او سرسبزه ځایونو ته ځي او په کې رنګا رنګ مېلې هم نېسي.  شاعران د هر رنګ سوژو پیدا کولو له پاره طبیعت سوکنډيي.ظالم د خپل کړي ظلم له وېرې د طبیعت غر او صحرا  مخه نېسي او پناه ور وړي . طبیعت بې له دې چې سورې نارې وهي، هر ډول انسانان ېې په خپله غیږه کې ساتلی دي. شتمن، غریب، خوش اخلاقه،  بد اخلاقه، سخي، کنجوس، ړوند، بېنا، تور، سپین، مظلوم، ظالم
عرب، عجم، روغ،  معذور…
بې له دې چې طبیعت له انسان څخه د هر ډول ورکړې بدله وغواړي، ارام او مستغني پورت دی. خو همدا انسان دی، چې د طبیعت پر وړاندې بې انصافي، بې وفايی او بل وړ چلند کوي. د انسان ددې افراطي کړنو له لاسه د طبیعت پر  پراخ وجود زموږ د خاورینې کُرې په ډیرو سیمو کې د وخشي حیواناتو نسلونه یا له منځه تللي او یا د منځه تلو په حال کې دي، ځکه د غرونو هر ډول ونې او نباتات په دومره وخشیانه توګه له منځه وړل شوي او وړل کیږي، چې د هر ساه کښ له پاره په کې ژوند کول ګران او سخت تمامیږي. په ښاري ژوند کې انسانان د موټرو، فابریکو، ماشینونو… آوازونه تنګوي، او د انسان فطرت غواړي، چې د طبیعت ارام او له رنګېنیو خوند واخلي، خو کله چې انسانان له ښارونو څخه د کم نفوسه او غرنیو سیمو ته د چکر له پاره لاړي شي، ګوري چې طبیعت د پخوا په قسم نه دی او په طبیعت بې نومه چوپتیا خوره ده. په دغه پېړۍ کې انسانان د طبیعت پر وړاندې د بل هر وخت په پرتله لویه جفا کړې او لا اخته ده چې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب