Homeخبرونهد پلټنې ادارې مسؤلان وايي ۳۰ چارواکي یې د فساد په تور...

د پلټنې ادارې مسؤلان وايي ۳۰ چارواکي یې د فساد په تور لویې څارنوالۍ ته ورپېژندلي

تاند، شنبه د سنبلې ۸: د پلټنې ملي اداره وايي تر اوسه یې هغه ۳۰ دوسیې لویې څارنوالۍ ته استولي چې د فساد اړوند وې.

د پلټنې ادارې رئیس محمد نعیم حقمل وايي، دوی د فساد اړوند خپلو پلټنو ته دوام ورکوي او د روان کال له پیله یې تر دې دمه د یو شمېر ادارو د وزیرانو، والیانو، سلاکارانو او ځینو نورو لوړپوړو چارواکو په ګډون دېرش کسان لویې څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي.

د یادې ادارې مشر، حقمل ددغو کسانو نومونه نه دي په ډاګه کړي.

که څه هم ولسمشر د پلټنې ادارې د ظرفیت لوړولو ژمنه کړې، خو ددې ادارې مسؤلان بیا وايي چې د کدرونو له کمښت سره مخامخ دي او د پلټنې په برخه کې یاده اداره مسلکي کدرونه نه لري.

د پلټنې ادارې مشر ښاغلی حقمل په دې هکله وايي چې د افغانستان په پوهنتونونو کې په دې اړه د تدریس امکانات نه شته نو ځکه دوی له ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

دا په داسې حال کې ده چې دې ادارې په دې وروستیو کې د یو شمېر لوړپوړو چارواکو په ګډون د ځینو ادارو مشران او کارکوونکي د فساد په تور لویې څارنوالۍ ته ور معرفي کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...