Homeخبرونهد ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۶ طالبان او ۲ ولسي پاڅونوال...

د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۶ طالبان او ۲ ولسي پاڅونوال وژل شوي

تاند (شنبه د سنبلې ۸) د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، چې د دې ولایت خوږياڼو ولسوالۍ په مېرزا خېلو سيمه کې تېره شپه د ولسي پاڅوون کوونکو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته نښته شوې ده.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی تاند وېب پاڼې ته وویل په دې نښته کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړی وایي د ولسي پاڅونوالو په ځوابيه بريد کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي او په خبره یې پېښه نښته هغه مهال رامنځته شوې کله، چې وسله والو طالبانو لومړی تېره شپه شاوخوا يوه بجه په میرزا خېلو سيمه کې د ولسي پاڅون کوونکو پر يوې پوستې بريد وکړ.

خوږیاڼی زیاتوي د څو تنو طالبانو جسدونه هم په سیمه کې پاتې شوي دي.

د نوموړي په خبره همدا راز په دې بريد کې دوه پاڅوون کوونکي هم وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

بل لورته وسله والو طالبانو بیا تراوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...