Homeخبرونهدفاع وزارت: فاریاب او نیمروز ولایتونو کې ۲۴ طالبان وژل شوي

دفاع وزارت: فاریاب او نیمروز ولایتونو کې ۲۴ طالبان وژل شوي

تاند، شنبه د سنبلې ۸: د ملي دفاع وزارت وايي په فاریاب او نیمروز ولایتونو کې یې ۲۴ طالبان وژلي دي.

د ملي دفاع وزرات څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبان تېره ورځ د فاریاب ولایت د قرغان ولسوالۍ په ییلینګه او د اندخوی ولسوالۍ په غجر آباد کليو کې راټول شوي وو څو د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي.

سرچینه وايي، هوايي ځواکونو په یو وخت د طالبانو پر دواړو غونډو بریدونه کړي چې په پایله یې ۱۲ طالبان وژل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي د هوايي ځواکونو په دغو بریدونو کې د یادې ډلې یوه قرارګاه، څو عرادې موټر سایکلونه او وسلې هم له منځه تللي دي.

د یو بل خبر له مخې طالبانو وړمه شپه د نيمروز ولايت اړوند خاشرود ولسوالۍ پر ځینې امنیتي پوستو بریدونو کړي دي.

دفاع وزارت وايي امنیتي ځواکونو د طالبانو ددغه برید مخنیوی کړی او په ځوابیه ډزو کې یې ۱۲ طالبان ور وژلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...