Homeخبرونهمسولان: له ایران څخه ۲۲ زره افغان کډوال په زوره ویستل شوي

مسولان: له ایران څخه ۲۲ زره افغان کډوال په زوره ویستل شوي

تاند (شنبه، د سنبلې ۸) په هرات کې د مهاجرو د بیا راستنېدلو چارو ریاست مسولان وایي، چې په تېرو دریو میاشتو کې تر ۲۲ زره زیات افغان مهاجر له ایران څخه په زوره ویستل شوي دي.

د دغه ریاست د مسولانو په خبره اوس هم هره ورځ شا او خوا ۵۰۰ مهاجر له ایران ویستل کیږي، چې پکې ښځې، بې سرپرسته ماشومان او ځوانان شامل دي.

له ایران څخه د افغان مهاجرو د ویستلو لړۍ په داسې وخت کې جریان لري، چې دواړه هېوادونه له کورونا وبا سره لاس او ګریوان دي او د اخراجېدونکو کسانو شمېر لا زیات شوی دی.

تر دې وړاندې د افغان مهاجرو پر وړاندې د ایران د پولیسو له خوا د تاوتریخوالي ډک چلن راپورونه ورکړل شوي وو، چې په ځینو مواردو کې د ایران امنیتي ځواکونه د افغان مهاجرو په اوبو کې د غرقولو او د هغوی د لېږدونکي موټر پر سوځولو تورن شوي وو.

خو د ایران له لوري تل دغه ډول تورونه رد شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...