دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهحامد کرزی: امریکا پخوا افغان سولې ته صادق نه وو ،خو اوس...

حامد کرزی: امریکا پخوا افغان سولې ته صادق نه وو ،خو اوس هېلې شته

تاند (شنبه، د سنبلې ۸) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، له العربیه ټلویزیوني شبکې سره په یوه مرکه کې د سولې اوسنی بهیر یو بې مخینې فرصت ګڼلی دی.

نوموړي ویلي، چې دده د واکمنۍ پر مهال امریکا متحده ایالاتو د سولې لپاره رېښتینې اراده نه درلوده او په خبره یې له امریکا سره یې د مخالفت یو علت همدا وو، چې د ترهګرو اصلي ځالو ته یې پام نه کاوو.

پخواني ولسمشر ویلي، امریکا له وړاندې د سولې لپاره رېښتینې اراده نه درلوده، خو زیاتوي اوس خوښ دی، چې د سولې بې ساری فرصت رامنځته شوی او ان امریکایان د سولې لپاره رېښتینی کار کوي.

حامد کرزی وايي د سولې له اوسني فرصت څخه دې ګټه واخیستل وشي او هیله یې ښودلې، چې د طالبانو پاتې بندیان خوشې او بین الافغاني خبرې پیل شي.

د نوموړي په خبره د هغې هوکړې په اړه چې د امریکا او طالبانو تر منځ په دوحه کې لاسلیک شوې ښه هوکړه ده، ځکه د کرزي په اند په یاده هوکړه کې ځینې داسې برخې لکه په افغانستان کې د جګړې او دوښمنيو پای ته رسول، بین الافغاني خبرې پیلول او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل په حقیقت کې هغه څه دي چې دوی ورسره موافق دي.

https://taand.net/%d8%b1%d9%88%d8%b3%db%8c%d9%87-%d9%88%d8%a7%db%8c%d9%8a-%d9%be%d9%87-%d8%a8%db%8c%d9%86-%d8%a7%d9%84%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%d9%88-%da%a9%db%90-%da%81%d9%86%da%89-%d8%af/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب