سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهحکمتیار: په کابل او شمالي ولایتونو کې د ملېشه ځواکونو د جوړېدو...

حکمتیار: په کابل او شمالي ولایتونو کې د ملېشه ځواکونو د جوړېدو هڅې روانې دي

تاند، شنبه د سنبلې ۸: د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د افغانستان پر حکومت نیوکه کوي چې د سولې له روانې پروسې سره مخالفت کوي.

حکمتیار تېره ورځ د جمعې د لمانځه خطبه کې وویل، ددې تر څنګ چې حکومت د سولې پروسې سره مخالفت کوي هم مهال داسې اقدامات تر سره کوي چې پایله به یې د افغانستان لپاره ښه نه وي.

د حزب اسلامي مشر وايي، د افغان سولې له روانې پروسې سره د افغانستان د حکومت تر څنګ هند هم د پاکستان لپاره د سولې له روانې پروسې سره مخالفت کوي او نه غواړي چې طالبان د اوسني جمهوري نظام یوه برخه وګرځي.

نوموړی زیاتوي له همدې کبله هند او افغان حکومت په ګډه د ملېشه ځواکونو پر جوړولو کار کوي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي د افغانستان په شمالي ولایتونو او کابل کې د ملېشه ځواکونو د جوړېدو هڅې روانې دي، خو په وینا یې د افغانستان حکومت دې د ډاکټر نجیب د حکومت ناکامه تجربې نه تکراروي.

ګلبدین حکمتیار وايي د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه حتماً عملي کېږي. هغه زیاته کړې چې حکومتي چارواکي د سولې خبرو کې دخیل نه دي، نو ویره لري چې په دوی به معامله وشي.

نوموړي وايي د حکومتي چارواکو له اندېښنو سره سره د طالبانو او د متحده ایالاتو تر منځ د سولې هوکړه عملي کیږي او د فرانسې او استرالیا د مخالفتونه باوجود بندیان ازادېږي.

حکمتیار وايي د افغانستان حکومت د سولې پروسې پر وړاندې موانع ایجادوي او هڅه کوي د امریکا تر راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو د سولې پروسه وځنډوي.

هغه وايي حکومت ځکه دغه کار کوي چې په سپینه ماڼۍ کې به د تغیراتو په راتګ سره د دوی د واک دوام ته زمینه برابره شي، خو په وینا یې د افغانستان حکومت له تسلیمۍ پرته بله چاره نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب