جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد کابل –جلال آباد لاره د سختو سېلابونو راوتو له امله تړل...

د کابل –جلال آباد لاره د سختو سېلابونو راوتو له امله تړل شوې

تاند، پنجشنبه د سنبلې ۶: چارواکي وايي د کابل –جلال آباد لاره د سختو سېلابونو راوتو له امله د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وايي، د کابل –جلال آباد لویه لاره د سېلابونو د راوتلو له امله د ترافیکو پر مخ د کابل د خاکلي تونل مربوطاتو کې بنده شوې ده.

د لغمان ولایتي چارواکي وايي چې د ټولګټو ریاست پلاوی د تخنیکي وسایلو سره سیمې ته رسېدلی څو د لارې په خلاصون کې همکاري وکړي.

ددې تر څنګ د ۲۰۱ سېلاب قول اردو پرسونل هم د کمک لپاره سیمې ته استول شوی دی.

چارواکي وايي، هڅه کوي چې ژر تر ژره لاره د هر راز تګ راتګ لپاره بېرته پرانیستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د وړمې شپې راپدیخوا د هېواد په څو ولایتونو کې د درنو سېلابونو راوتو له امله په لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي او سخت مالي زیانونه یې اړولي دي.

دغې طبیعي پېښې خلک وارخطا کړي او له مسؤلو ادارو څخه د عاجلو مرستو غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...