جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه هیواد کې سیلابونو ۱۲۲ تنه وژلي او ۱۴۷ نور يې ټپيان...

په هیواد کې سیلابونو ۱۲۲ تنه وژلي او ۱۴۷ نور يې ټپيان کړي

تاند(پنج شنبه، د سنبلې ۶) په ټوليز ډول تر دې مهاله د افغانستان په ۱۲ ولايتونو کې وروستيو سېلابونو ۱۲۲ تنه وژلي او ۱۴۷ نور يې ټپيان کړي دي.

طبيعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د عامه اړيکو امر حسيب‌الله شيخاني رسنیو ته وويل تر دې مهاله د افغانستان په ۱۲ بېلابېلو ولايتونو پروان، کاپیسا، کابل، ميدان وردک، پنجشېر، ننګرهار، لوګر، پکتیا، پکتیکا، نورستان، لغمان او خوست کې ولايتونو کې ۱۲۲ تنه وژل شوي او ۱۴۷ تنه ټپيان دي.

نوموړي زياته کړه، دغه راز په يادو ولايتونو کې له بارانونو وروسته د راوتلو سېلابونو له کبله ۱۵۰۰ کورونه ويجاړ شوي او ۱۱۵۰ جريبه کرنيزه ځمکه تخريب شوې ده.

له بل لوري د افغانستان د هوا پیژندنې ادارې په کابل، کونړ، نورستان، بدخشان، پنجشیر، کاپیسا، پروان، لغمان، ننګرهار، لوګر، خوست، پکتیکا، پکتیا او ځینو سالنګونو کې د نورو سختو بارانونو او سیلابونو خبر ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب