جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپروان کې هغه ملکیان وژل شوي چې د سېلابونو له وېرې له...

پروان کې هغه ملکیان وژل شوي چې د سېلابونو له وېرې له یوې سیمې بلې ته روان وو

تاند، پنجشنبه د سنبلې ۶: د پروان ځايي چارواکي وايي طالبانو ددغه ولایت د بګرام ولسوالۍ اړوند سیمه کې د ملي اردو پر پوسته برید کړی دی.

د چارواکو د معلوماتو پر اساس په دغه برید کې د ملي اردو یو سرتیری او ۴ ملکیان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي وايي، طالبانو نن سهار مهال ددغې ولسوالۍ د صیاد کلي ساحه کې د غند شاهین په نوم د ملي اردو پر یوې پوستې برید کړی دی.

د نوموړي په خبره پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ملکي کسانو یو موټر د سېلاب له خطر څخه د خلاصون په موخه د پروان ولایت صیاد کلي ته روان وو چې د شاهین غنډ دروازې مخې ته پرې ډزې وشوې.

هغه زیاتوي په دې برید کې ۴ ملکي کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. خو وايي دا معلومه نه ده چې دغه کسان د کوم لوري په ډزو کې وژل شوي دي.

د بګرام ولسوال وايي چې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته کې د ملي اردو یو سرتیری وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې هکله رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو ۴۸ ساعتونو راپدېخوا د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو سېلابونو له امله په لسګونو کسان مړه او ټپیان شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب