یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد کورنیو چارو وزارت: طالبانو په تېرو دوو اونیو کې ۸۸ ملکي...

د کورنیو چارو وزارت: طالبانو په تېرو دوو اونیو کې ۸۸ ملکي وګړي وژلي

تاند، سه شنبه د سنبلې ۴: د کورنیو چارو وزارت وايي طالبانو په تېرو دوو اونیو کې ۲۲۱ ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي طالبانو په تېرو دوو اونیو کې ۷۸۱ «ترهګریز» فعالیتونه تر سره کړي چې په پایله کې یې ۸۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳۳ نور ټپیان شوي دي.

د ارین په خبره طالبانو دغه بریدونه په ۲۷ ولایتونو کې تر سره کړي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو له لوري د اوښتو تلفاتو ډېره مرګژوبله په کندهار او غزني ولایتونو کې ثبت شوېد ده.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې د ملکي خلکو په مرګژوبله کې خپل لاس لرل رد کړي او دا یې د حکومت تبلیغات بللي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب