Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد کندهار د انارو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی

د کندهار د انارو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی

تاند، سه شنبه د سنبلې ۴: د کرنې وزارت وايي د کندهار د انارو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی او کیفیت یې د پخوا په پرتله ښه شوی دی.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې کندهار کې په نهه زره او ۵۰۰ هکتاره ځمکه کې د انارو باغونه جوړ شوي او زیاته کړې یې ده چې سږ کال به یې حاصلات ۱۹۰ زره ټنو ته ورسېږي.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې تېر کال ددې ولایت د انارو حاصلات ۱۷۸ زره او ۱۲۵ ټنو ته رسېدل، خو سږکال به دا اندازه ۱۹۰ زره ټنو ته پورته شي، چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښیي.

که څه هم د کندهار ولایت بڼوال د انارو له حاصلاتو خوښ دي خو په دې برخه کې د مناسب بازار له نشتون سر ټکوي. او وايي که حکومت ورسره په دې برخه کې همکاري وکړي د انارو په تولیداتو کې به نور زیاتوالی هم راشي.

د ځايي مسؤلینو په خبره د کندهار ارغستان او ارغنداب ولسوالۍ د کندهار تر ټولو ډېر انار تولیدوي.

په ورته وخت کې د کندهار د کرنې ریاست مسؤلین وايي، چې د بڼوالو روزنه، د ګیاوو د ناروغیو کنټرول او د درملو تجویز هغه څه دي چې سږ کال یې د انارو په حاصلاتو کې زیاتوالی رغلی دی.

د مسؤلینو د معلوماتو له مخې د کرنې وزارت په همکارۍ په دغه ولایت کې د سور انار په نوم د جوسو یوې فابریکې په فعالیت پیل کړی، چې د انارو د جوسو تر څنګ د انارو پروسس هم کوي.

د کندهار انار د کورنیو بازارونو ترڅنګ یو شمېر ګاونډیو هېوادنو او په دې وروستیو کې د هوایي دهلیزونو له لارې نړیوالو مارکېټونو ته هم لاره پیداکړې چې په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی نوم لري.

1 COMMENT

  1. هر کله چې د هیواد د داخلی تولیداتو او یا په هغه کې د زیاتوالی په هکله واورم او یا ووینم نو دومره د خوښۍ احساس کوم چې ویلی یی نه شم.
    خو ولی ستونزه داده چې چې دولتی ارګانونه خپل مسولیت نه درکوی باید دوی ته د ناروغیو ضد درمل،اب خورۍ،بسته بندۍ او بازار موندنه کې نه ستړی کیدونکی هځی وکړی،چې نه د بڼوالو زړونه مات شی نه د حکومت له داخلی تولیداتو سره مخ نه شی.
    که امکان لری نو په کلنې ډول دی خوندې شی او مشروباتو مختلف کار خونې په کار پیل ته وهڅول شی چې د هیواد لا پرمختګ سبب وګرځی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...