شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeټولنیزد ویاړ څلی| توریالی ملیار

د ویاړ څلی| توریالی ملیار

د ارواښاد غلام محمد فرهاد د ژوند، دندو او خدمتونو په اړه را غونډ کړي معلومات په څو برخو کې خپروم، له درنو لوستونکو په درنښت هیله کوم چې که د فرهاد پاپا په اړه معلومات یا هم زما د معلوماتو په اړه نیوکه لري یا هم کومه مشوره راباندې لوروي، هیله ده د همدغې لیکنې د پای کومنټ برخه کې یې را ته ولیکي. 

  لومړۍ برخه

نن دهغه ښاروال او برېښنا د رییس یاد ته تم شوم چې کابل ښار یې د بېل او کولنګ په مرسته ودان کړ برېښنا یې ورکړه، ښاري خدمات او قوانین یې رامنځ ته کړل، د برېښنا فابریکې یې ورغولې، د برق شبکې یې جوړې کړې، د کابل ښار کوڅې یې په لرګینو ستنو د برېښنا په ګروپونو رڼې کړې، برېښنايي ټرافیکي اشارې یې واټونو کې ولګولې، د موټرو د تګ لوری یې له چپ اړخه ښي اړخ ته واړاوه او لسګونه داسې سختې او ننګونکې پرمختیايي پروژې یې سر ته ورسولې چې لا تر اوسه ترې ګټه پورته کیږي او خلک پرې ښېرازه دي. دغه ښار وال له دومره پرمختګونو سره د ژوند تر اخره په خپل خټین کور کې پاتې شو نه یې بنګله جوړه کړه او نه یې هم د کوم نوي او ښایسته کور د بنسټ ډبره کېښوده، خو د برېښنا جوړول او د ښار آبادي یې پر خپل ځان فرض وګڼل او ټول عمر یې د خپل ولس خدمت کې تېر کړ، د خلکو دغه خادم غلام محمد فرهاد نومېده او هغه وخت په (پاپا) یا پلار مشهور شو چې د کابل ښار په ماشینخانه کې د الکټرو تخنیک څانګې مسوول وګومارل شو، ده هغه مهال اماني (نجات) لیسه کې د فزیک او فرانسوۍ ژبې تدریس ته هم اوږه ورکړې وه او د هغو جرمني متخصصینو او مسلکي استادانو تشه یې په یوازې سر ډکه کړې وه چې د دویمې نړیوالې جګړې له امله بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي وو، په شنه سهار به یې خپلې مسلکي دندې ته ځان ورساوه، بیا به د تدریس لپاره لیسې ته ورغی او تر تدریس وروسته به بېرته خپلې مسلکي دندې ته لاړ، کاري ماحول کې یې له خپلو مامورینو او کاریګرانو سره رویه دومره له مینې ډکه وه چې خلکو د آمر او رییس  پر ځای (پاپا) باله، یا هم د لیسي زده کوونکو د مهربانه رویي له امله پلار او پاپا ورته ویل. هغه وخت چې د کابل ښار برېښنا له جبل سراجه راتله نو پاپا ته د دغې فابریکې او شبکې چارې هم وسپارل شوې.

کله چې کابل ښار ته د جبل سراج فابریکې برېښنا نه پوره کېده نو پاپا په چک کې د برېښنا فابریکې جوړولو وړاندیز وکړ، د فابریکې ځای مشخص شو او د جرمني زمېنس کمپنۍ سره د یوه تړون له مخې یې د فابریکې جوړولو چارې پيل او په ۱۳۱۹ کال، شپږو کلونو کې د جرمني انجنیرانو په مرسته بشپړې کړې،  د چک فابریکې تر جوړېدو وروسته یې چارې هم دغه خدمتګار انجنیر ته ور دغاړې کړې، چک  فابریکه کې د اوسېدلو مناسب ځای نه و، خو هغه مهال چک کې یو دولتي درې ستوریز هوټل آباد و او فرهاد ته د اوسېدلو لپاره پکې کوټه غوره شوې وه، خو دی کله هم هوټل کې ونه اوسېده او نه یې هم د هوټل د ډول ډول خوراکونو هوس ته زړه ښه کړ ده د برېښنا کوټ له نوکریوالانو سره یو ځای خپله شپه سبا کوله او له هغوی سره یو ځای یې په وچه ډوډۍ او چای ګوزاره کوله، سهار په تیاره به یې د سهار چای خپله تیاراوه، بیا به په موټرسایکل د بند کتلو ته ورغی هغه به یې تر نظر تېر کړ او بېرته به یې خپلې وچې ډوډۍ او چای ته ځان ورساوه، پاپا د برېښنا کوټ اړوندې ځمکې د یوه تفریحي پارک په بڼه ښایسته کړې وې، د اوبو ابشارونه، ډول ډول ونې، رنګارنګ ګلونه، دکښيناستو سوپې او د اوبو حوضونه یې هلته جوړ کړل، پاپا به هر کال د سرکاري باغ شنه واښه څو کلیوالو ته په ارزانه بیه ورکول چې ویې ریبی او خپل مالونه پرې ماړه کړي، مګر ده هغه په نشت حساب پیسې هم د دولت خزانې ته اچولې. 

پاپا یوازې د خدمت هوډ لاره له کار او مسلک سره یې مینه وه او د خلکو خدمت یې د سرلوړۍ لاره ګڼلې وه، سرکار د کابل برېښنا رییس وټاکه خو دی بیا هم دفتر کې پاتې نه شو، واټونو او کوڅو کې د برېښنا ترمیم لپاره به یې خپله کار کاوه،  یوه سخت ژمي کې د چک برېښنا مزی په السنګ سیمه کې پرې شوی و، پر ځای د دې چې یوازې خپل کاریګر ور ولېږي له څو کاریګرانو سره خپله هلته ورغی، کله یې چې موټر واورو کې ونښت هغه یې هملته پرېښود او په پښو په سختو واورو او بادرویو کې تر پرې شوي مزي ورسېد، د برېښنا مزي تړلو ته خپله د ستنې سر ته وخوت او مزی یې وصل کړ کله چې بېرته کابل ته ستون شو نو د پښو ګوتې یې واورې وړې وې چې څو میاشتې یې درملنې وخت ونیو، له ده سره د پښو تکلیف او درد د ژوند تر پایه ملګری و چې ډاکترانو یې هم سبب په نا مناسبو شرایطو کې کار په ګوته کړی و، خو ده د پښو درد له کړاو سره سره پر څوکۍ ډډه ونه لګوله او ټوله ورځ به یې سخت کارونه په خپله ترسره کول. 

غلام محمد فرهاد له پاچا محمد ظاهرشاه سره د سروبي فابریکې د کارونو کتلو پر مهال

کله چې د کابل ښاري سیمه یو څه پراخه شوه نو د چک برېښنا ورته بسنه نه کوله او د وچکالۍ پر مهال به یې اوړي کې برېښنا کمېدله، نو فرهاد د بلې فابریکې جوړولو لپاره د پلان په جوړولو بوخت شو، دغه بې دبدبې انجنیر له یوه بل جرمني انجنیر سره سروبي ته لاړ پوره (۴۰) ورځې د سروبي او ورېښمین تنګي په هسکو ټیټو کې د یوې خېمې تر سیوري لاندې تېرې کړې د برېښنا فابریکې او بند جوړولو لوری یې وموند، نقشه یې وکښله، د لګښتونو اټکل یې وکړ د برېښنا کوټ جوړولو پیل یې وکړ او په هغو شرایطو کې چې افغانستان نه پرمختللي وسایل لرل، نه ماشینري او نه هم مسلکی بشري ځواک خو پاپا دغه فابریکه په (۶) کلونو کې د برېښنا تولید ته تیاره کړه او هغه فابریکه اوس هم سروبی او ننګرهار ته برېښنا ورکوي.

(نور بیا)

14 COMMENTS

  1. د مرحوم سپیڅلی پاپا غلام فرهاد په باره کښي ما لږ څه معلومات ترلاسه کړۍ دی او هغه افغان ملت سره په رښتینی صادقانه مینه درلوده او ارمان ئي وو چی افغانستان ملت ته باید منور افغانان نظر ددوی مسلکی استعدادونوسره خادم واوسی او هغه مرحوم سربیره د خپل مسلکی استعداده یو با جرأته شخصیت هم وو اما افسوس چی دده ارمانو ګوند ً افغان ملت ٍ وروسته له ده څخه دومره بی خونده شوو چی په اخیر کښي دا ګوند د یو جاسوس فاسد او فریبکاره احدی له خوا افغانستان کښي د فاشیستی نام خپل کړ او همدا جاسوس ، فاسد او فریبکاره اوس د نورو فاشیستو متعصبو فاسدو قاتلانو سره یو ځای ګډا کوی ، مرحوم سپيڅلی فرهاد صاحب غوښتل چی خپل ارمانونوتر سره کولو لپاره دخپل ګوند په وسیله قدم په قدم پر مخ ولاړ شی اما دده ګوند دداسی فاسدو جاسوسانو له خوا اوس فوق العاده بدنامه او بی اعتباره شوۍ دی !!! کور دی ودان چی تاسی محترم دداسی ملی شخصیت ملی خاطراتو نوشتی ته ملا تړلی دی !!!

  2. دنجات عالی لیسه کې المانی ژبه تدریس کېده ځکه دالمان حکومت په مرسته جوړه شوې وه
    دماهیپر د برښنا بند هم د المان حکومت لخوا جوړ شوی دی
    وایی چې مرحوم پا پا د ظاهرخان له پارلمان څخه استعفی وکړله
    دپاپا کوم زوی په ګویته انستیتوت کې دالمانی ژبې استاد هم وه
    داسې ښکاری چې پاپا دهېواد په عمرانی کیدلو کې لېواله وه کومې زده کړې یې چې المان کې کړې وې هغوته یی په افغانستان کې عملی جامه ور اغوسته خو دلته سیاسی شرایط لږ ګډوډ وه
    له بده مرغه په اجتماعی لحاظ دا یوه ناروغی ده چی هیڅ افغان خپله پړه یا ملامته نه اخلی او دازموږ عادت دی په ښه کې دې هم څوک نه پرېږدی او په بده کې هم .
    ډیروکسانو په بهرکې پخوا اواوس تر ماستری او ډاکتری کچې پورې زده کړې کړی خو ډیر کم یی دپاپا په څېر ابتکار او هلې ځلې کولې شی چې زموږ ولس او هېواد ته یی دخټین کور څخه ګټه ورسیږی
    ماستری او ډاکتری تحصیلات اصلا د سند/کاغذ لپاره نه دی بلکې د پوهې هغه اخلاقی معیار دی چې په عمل کې دولس په خیر او ګته وی اوپه ځانګړې احساس مراعات شی .فلهذا دانور احدی ملی شخصیت له پاپا سره دمقایسې وړ نه دی
    پاپا ډېر بې وخته د نادان دوست له خوا څخه تخریب شو هغه هم دپښتنو!

  3. داسی ښکاری چی وولسی او ملی مینی ته تعهد او وفاداری به تر سیاسی افکارو ډېر ارزښت ولری.
    د مرحوم فرهاد خاطره او یاد ځکه ارزښت لری چی هغه مرحوم عملاً د وولس خدمت ته د ملی احساس په انګېزه ملا تړلې وه نه په ګوندی او حزبی انګېزه.
    د ( ‍‍سخی بوټئ ) ددې سبب سوی دی چی پاچا ظاهر د رښتینو خدمتکارانو خالصانه خدمتونو ته د اخلاص په سترګه و نه ګوری.
    په پورته تصویر کی هم د لمریزو عینکو شا ته د ‍‍ (سخی د بوټی ) ژور اغیز له ورایه ښکاری ٫ مرحوم فرهاد د بند په هکله توضیحات ور کوی خو زما د زوی چُرت په کاریز میر کی د بل چِلم په تازه کېدو کی بند دی.

  4. کله چې بریدګی یا خوردضابط اسمعیل خان د اوبو او برښنا وزیر وو ، د کابل ښار د برښنا لپاره یې له ایرانه یو څو زاړه له کاره لوېدلي او د ایران د شاه د وخت یا له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته استعمال شوي ډیزلي جنراتورونه په خیراتي ډول ترلاسه کړل ، چې یواځې دوه درې اونۍ یې کار ورکړ او بیا د کباړ لپاره آماده شول. نوموړي برید ګي د نړیوالو مرستو ( 3000000000 ) درې ميلیارده امریکایي دالرو نه زیاته سرمایه خپل شخصي حسابونو ته انتقال کړه . شاید اوس هم د جمعیت اسلامي او بریدګي زیات شمېر پلویان دغه ملي خائین ته ملي اتل ووایی ، خو مونږ پښتانه یو د بل پښې وهوو

  5. ما د افغان ملت جهاد وخت کښي د ملی شخصیت مرحوم غلام پاپا ورور مرحوم هداد سره ددرو نورو افغان ملتیانو ویانا ته رسمی رادعوت کړ او بیا څو اروپائي ممالکو کښي هم پروګرام ورته جوړ کړۍ شو نو ما دهغه سره هم د ملی شخصیت غلام پاپا په برخه کښي ډیر معلوماتی بحثونه درلودل او هغه وویل چی د ما ورور د ګوند جوړیدل ددی لپاره وو چی پدی ګوند کښي تحصیل یافته مسلکی اشخاص راغونډ او ملت ته ددی له لاری د لا زیات کار او پاملرنه رامینځ ته شی اما احدی د سی آي اي جاسوس د ملی شخصیت غلام پاپا د افغان ملت ګوند ارمانونه تر پښو لاندی کړل دا د مرحوم هداد خبره وه !

    محترم غلام حضرت د مرحوم ظاهرشاه ډیر ستر رقیب لیدل کیږی دا دده مسلم حق دی اما دومره یاداوری ورته کوم چی امریکا ته کاملآ څرګنده وه چی مرحوم ظاهرشاه په ملت کښي سربیره دده ډیرو نواقصو ډیر محبوبیت درلود او همدا علت ئي هم وو چی د امریکا دوم پلان کښي یعنی د پنجابی طالبانو مارش کښي باید د ځانو شعار ئي د ظاهرشاه عسکر تبلیغ کړۍ وای پس دده نام څخه استفاده کیده بلی ساما ، نوری کمونیستی ډلګیو او تنظیمونو هغه ته ددوښمن په سترګه لیدل او کله چی ددوی دوران شو نو په افغان ملت ئي عام قتل شروع کړ نو اوس پوښتنه درڅخه کیږی چی تاسی مبارک ولی د غلامو کمونیستانو ، غلامو تنظیمونو او غلامو طالبانو تام وحشت څخه سترګی پټوۍ او عبث ددروغ ادعاګانو سره د مرحوم ظاهرشاه په باره کښي اظهار نظر کوی ؟؟؟

  6. ډیر محترم ډاکټر صاحب غروال!
    د زمری د تصویر خالکوبی او د یو کاکه! ځوان د باټو کیسه دی حتماً اورېدلې ده.
    د تاریخ ( حد اقل سلو وروستیو کلونو ) د رښتینی تصویر خالکوبی او ترسیم غټ اخلاقی او ایمانی جرئت غواړی هر څوک ددې تصویر د کښلو د زغم توان نلری.
    موږ چی د رشتیا او حق ویلو او دې او هغه کس او جریان او ډلی او ګوند د تنقید او حتی اعتراض ادعا لرو نو باید د ستنی یا ستنو د ضربو د زغم او تحمل توان هم ولرو، دا به زموږ نیمګړتیا وی که ها کاکه! ځوان غوندی خالکوب لالا ته ووایو چی د زمری پښې یا سر یا لکۍ یا نس مه رسموه.
    ګوره ګرانه!
    موږ فقط دوې لیاری لرو:
    ۱ – یا به دا خبره منو چی دوو وروستیو پېړیو په اوږدو کی زموږ د سرنوشت د ټاکلو د څرنګوالی مدیریت د نورو لویو قدرتونو پلاس کی ؤ او دی
    ۲- یا به دا خبره منو چی نه
    د روانو دوو پېړیو په اوږدو کی ټول راغلی او تللی سیاسی مشران مطلقاً مستقل او او د هیڅ قدرت تر اغیز لاندی نه وه او د سترو تېروتنو او اشتباهاتو او یا مثبتو او منفی کړنو او خدمتونو یا نه خدمتونو مصادر دوی خپله وه.
    د لومړنی النترناتیو د منلو په صورت کی کوم بل هیڅ تحلیل او تحقیق ته هیڅ ضرورت نسته معنی زموږ د مشرانو ( د د واده په شپه د زوم د کورنۍ د ښځینه غړو خبره [ ښه او بد ] چی یو مرسوم او حساس سُنت دی ) د ښو او بدو امتیاز فقط د ښکیلو قدرتونو په برخه دی او بس او مشران ټول معذور دی او مبراء.
    د دوهم النترناتیو د منلو په صورت کی به د مشرانو د دننی او بیرونی جوړښت او افکارو او عقائدو او کړنو او تړاوونو په هکله ډېری سختی او پېچلی پوښتنی را منځته سی چی نه هغوی خپله او نه د هغوی فدائی طرفداران به ئې د ځواب ویلو توان ونلری.
    په هر حال، که تاسی ددې ډول بحث د ادامې غوښتونکی یاستی نو یو له پورته دوو جملو څخه انتخاب کئ او د بحث ډګر ته را منځته سی.
    امّا
    ستاسی د تبصرې وروستۍ برخه لږ غوندی ظالمانه او د اتهام په رنګ رنګینه.
    ما چیرته او کله د کوم ګوند یا فکری جریان کورکورانه او د تعصب ډکه طرفداری کړېده؟
    د طالب طرفداری خو می اصلاً نه ده کړې، شکر پښتو لیکنی لوستلای شئ، تاسی په نن ټکی آسیا کی حضور هم لرئ خو د طالب په وړاندی زما د موضِع پر څرنګوالی مو همدا اوس انکار کړی دی.
    ما یو کتاب تدوین کړی دی، تر مرګ وروسته ئې ( البته کوم دوست ئې د چاپ د چارو وعده را سره کړېده) د خپرېدو اراده لرم خو چی نن سبا د خپلو ګرانو وطندارانو فکری او عقیدتی او تباری نړۍ ته ګورم نو داسی احساس کوم چی تر مرګ وروسته به می ( تقریباً) هر وطندار پر قبر او پر نوم مُچاښی و اوروی.

  7. دافغانستان دمحبوب اوملي شخصیت دیپلوم انجنیر غلام محمد فرهاد« پاپا» دویاړه ډک ژوند ، مبارزه اوافکارو ته یوه لنډه کتنه :
    دا لیکنه په( 05.11.2006) په لاندې لینک کې وګورئ: [ د مرحوم علی احمد پوپل او داکتر محمد سرور روڼا د لیکنو او دښاغلی جمال رحمان او زما د څیړونو نتیجه ده]
    https://www.tolafghan.com/posts/5632
    یوه لنډه یادونه : د مقالې په محتوا کې د ارواح ښاد “پاپا” له مړینې وروسته دګوند په انشعاب بحث ندیشوي.
    ګوند په ټولیز ډول په دوه برخو وویشل شو : ښاغلی دوکتور محمد امین واکمن او ارواحښاد شمس الهدا شمس.
    دغه دواړه ډلې تر ننه په خپله سازمانې بڼه مبارزه کوي.
    ارواح ښاد قدرت الله حداد ځانتنی اقبال نه درلود.
    پوهاند دوکتور احـدي له ښاغلی دوکتور واکمن وروسته د ګوند مشر شو، اوس د ګوند مشر ښاغلی شیرزاد دي.
    د ښاغلی پوهاند احـدي د زعامت په دوران[په افغانستان کې پښتنو زوال] هیواد په سیاسی وضعیت کې دغه ضرورت مینځ ته راوړ چې د افغان ټولنپال ولسواک ګوند اړوند ارزښتونه او مفکوروی بدیلونه اصول له سره ولیکل شول.
    ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
    ــ د ښاغلی غروال په لیکنو کې د یو علمي شخصیت معقولیت ،فرهیختګی او سیاسي هوښیاري نه وینم.
    ښه دا ده چې سړی په آثارو نه په احوال وپيژنو ، ځکه چې احوال تابع او اغېزمن د شاوخوا له عوارضو دي؛د اشخاصو روایت هم د نورو اقوالو له لارې واقعیأ د پام او درناوی وړ ندي.
    انجینیر شیر ساپی له مونیخه/آلمان

    • مننه انجنیر صاحب، ستاسو لیکنه مې مخکې لوستې وه، یو ځل بیا مې هم ولوسته معلومات یې ښه ډېر دي، اما یو ځای کې (په ۱۹۳۴ کال کې یو ځل بیا جرمنی ته لاړو ، د المان دهيواد سره ديو قراردادپه اساس يې د چک وردک دبرښنا بند په آلماني توربینوسنبال ، اودسروبي بند توربینونه یې هم نوي کړل) په دغه کال د چک فابریکې فزیکي کارونه لا نه وو پيل شوي مګر مقدماتي چاې یې ښايي پيل وې، خو د سروبي برېښنا کوټ چارې بیا له دغې نېتې خواوشا ۸ کاله وروسته پيل شوې او په 1947 کې بشپړې شوې دي. زه چې کله تاریخي لیکنې لولم ډېرو کې د نیټو دغسې یو تضاد موجود وي، د چک برېښنا فابریکې کوم توربینونه چې له زمینس کمپنس ره د تړون له مخې ځای پر ځای شوي بیا تر اوسه نه دي بدل شوي.
      مننه

  8. محترم غلام حضرت ، اول : باید واضح ئي کړم چی پر تاسو محترم می هدف نه وو او ندی چی پر تاسو د کوم ګوند تور ولګووم بلکه ما د خپلی داسی افادی په وسیله ارزو دا وه اودی چی د هغه وخت اجنبی قدرتونو او داوسنی اجنبی قدرتونو غلامانو تر مینځ نظر دهغه وخت قتلونو اوداوسنیو قتلونو او تباه کوونکیو اعمال ډیر روښانه دی او ملت دا تاریخی پیښی ډیری ښی ارزیابی کړی دی او سربیره ددوی په بی سوادی نظر موجودو شرائيطو ته د افغانستان ملت په اکثریت سره دا وو چی پخوانۍ پادشاه د سپین ږیری په حیث افانستان ته راشی او یو ملی حکومت جوړ کړۍ شی او هغه یوازی او یوازی سمبولیک د سپین ږیری په حیث رول ولوبوی ( دده اهمیت په اخیر کښي هم شوروی او همدارنګه امریکا د ابتدا څخه دده شتوالۍ اهمیت باندی په کابل په کابل کښي پوه وه اودا ئي وروسته عملی هم څرګنده کړه ) ،دا چی د امریکا په رضایت او د پنجابی پاکستان په مرسته تربیه شوی غلامان ئي په کابل خوشی کړل او ایران هم خپل غلامان ورسره ملګری کړل ، ددوی قتلونو ، چورکولو او د میرمنو بی عزتی حریصی هم افغان ملت او هم جهان ته فوق العاده تمثیل شوه ، امید موجود وو چی منورین افغانان ددوی قاتلانه اعمالو پر ضد اواز راپورته کړی اما افسوس چی صورت ئي ونه موند نو فیصله وشوه چی باید ددی وحشیانو څخه سلاح ګانی د افغانانو په وسیله راټولی شی او پدی برخه کښي د اتریش ، المان او سویدن حکومتی مشرانو تام ملاتړ وښود ، ددی لپاره د مرحوم جنرال عبدالولی او وزیری په ۱۹۹۵ کال کښي پاکستان ته دداسی ګروپ ایجاد کیدو لپاره ولاړل او یو ګروپ جوړ او شپږو میاشتو کښی ئي فوق العاده بریالتوب په نصیب شو اما په جریان د شپږو میاشتو کښي د خلیلزاد منډی پاکستان ته مسلسل صورت موندلو او ابتدا ۱۹۹۶ کال کښی ئي هغه ګروپ له مینځه یووړ او د ړوند طالب محمد عمر تر نام لاندی بل ګروپ رامینځ ته او ځانونه ئی د مرحوم ظاهرشاه عسکر معرفی کړل اودا ګروپ پلانیز په قدرت راوستل شو او نورو قاتلو تنظیمونو په چابکی سره دوی ته میدان پریښود ، بن لادین د سی آی اي او آی اس آی له خوا په پاکستان کښی ډیر نازول کیده او لږه موده وروسته د نیویارک تجارتی بورجونه ( وویل شول چی بی سواده عربو پیلو طانو دا کار تر سره کړۍ دی اما څنګه کیدای شی چی المان کښی طیاری پداسی اسانی سره غلا او د شلو دقیقو وقفو کښي داسی ترورونه عملی کړۍ شی اوبیا د بی سواده عربو له خوا چی د کمی مودی لپاره ئي د پرواز کورسونه لیدلی وی داسی لوی طیاری دقیق تعین شوو هدفونو ته رهنمائي کړی او بورجونه چی ډیری اوسپنی پکښي په کار شوی وی او دواړه بورجونه یو دم په لنډ وخت کښی منظم په ځمکه راولیږی دا ټولی رسمی ډرامی د هولی ؤډ ډرامی دی) ونړول کیږی ، امریکا ادعا کوی چی طالبان بن لادین مونږ ته نه تسلیم کوی نو مونږ د ملګرو په همکاری افغانستان ته داخلیږو او طالبان لکه ګیدړان ځانونه پاکستان ته رسوی ، لنډه دا چی اجنبی قدرت د غلام څخه کار اخلی او وروسته غورځول کیږی اما دا تربیه شوی غلامان مؤقت غورځوی او د تدریجی پلانو عملی کولو لپاره مسلسل کار ورڅخه اخستل کیږی دا اعتباری غلامان د پاکستان په کومک د امریکا اخیری پلانو لپاره ساتل او نازول کیږی !

    محترم غلام حضرت بیا هم د تاسو محترم څخه ددی غلط فهمی ډیره ډیره بخشنه غواړم ! بلی د تاسو له خوا یاد ویب سایت کښی د تاسو افغانی د جرأت اواز معلوم دی !!!!

  9. بلی چا چی د پنجابی طالبانو د کابل یرغل ته ډنډوری شروع کړی وی او چیغی ئي وهلی چی د میرویس نیکه زامن په لاره او چا چی وروسته د ګلبدین لمنه نیولی وی او اوسنی حالت کښی د شورای نظار قاتلو حلقو سره ئي ورورګلوی رامینځ ته کړی وی او د امریکا ډالرو چورکښی فعاله ونډه ولری او په المان کښی د جمال ( وروسته کابل کښي د ترانسپورت وزارت کښي د چور پاکه او ویاړنی دنده تر لاسه کوی ) په ابتکار سی آی اي لپاره ئي د افغانانو راپورونو جمع کولو حساسه مسؤلیت ( د احدی د سی آي ای اړیکو له برکته ) په اوږو اخیستۍ وی نو طبعآ داسی اعمالو کښي هم علمیت ، معقولیت ، فریختګی او سیاسی هوښیارتوب نغښتی وی او هم د پاکی پښتونوالی تاریخی نه هیریدونکی ویاړنی باید ولری ، همدی ټګمارو ډلی د پښتنو نام ته ستر زیان رسولۍ دی او اوس ئي د شورای نظار سره په پښتنو تباهی پسی پښي رالوڅی کړی دی ، دی مکروبی ګوند هم خپله مردوده څیره د نورو په شان ښکاره کړه !!!

  10. Two patriotic afghans 1) Mohammad Gul Khan Muhmand and 2) Papa Ghulam Mohammad Far-had were amazing people. Ghulam mohammad far-had built the Kabul City Jadei maiwand and neither one of them lived in a private house.

  11. هـڅاند ملیار صاحب ستاسو برداشت کاملأ درست دي، پدې مهال حتی چک وردک برېښنا کوټ هم شتون نه درلود.
    دغه ناوړه تعبیر او ناسم پوهاوی ، د ارواح ښاد « ډیپلوم انجینیر غلام محمد فرهاد “پاپا”» په نوم هغه کتاب چې په 2007 کې ډاکتر بسم الله “امیر” لخوا په پيښور کې چاپ شوی او د مقالو یوه بارزښته مجموعه ده ، دکتاب لیکوال ، دروندمشر ډاکتر یاد او نورو څېړنکارو لخوا همدا مغالط او غلط فهمي تکرار شویدي.
    « ډیپلوم انجینیر غلام محمد فرهاد “پاپا”» د کتاب لینک دلته وگورئ :
    http://m.afghandata.org:8080/xmlui/bitstream/handle/20.500.12138/20512/azu_acku_risalah_ct106_bay27_1386_w.pdf?sequence=1&isAllowed=y

    ارواح ښاد پاپا ( ۱۳۱۶/1937 ) میلادی کې آلمان تللی او د چک وردک برېښناکوټ ( ۱۳۱۹ ـ۱۳۱۶ / 1940 ـ 1937 ) سامان آلات رانیولي دي.
    د سروبې بند د جوړېدو پر مهال (۱۳۳۰/ 1951) “پاپا” د کابل منتخب ښاروال وو.
    د هیواد د نورو بندونو مکمل معلومات لپاره د کتاب لینک وګورئ:
    http://old.moe.gov.af/Content/files/books/dari/G11_Da-%D8%AC%D8%BA%D8%B1%D8%A7%D9%81%DB%8C%D9%87(1).pdf
    د یوولسم ټولګې جغرافیه ، درسي کتاب : 38ـ33 ص . د چاپ کال 1396، معارف وزارت.
    ستاسو د لا بریا په هیله !!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب