سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد بلخ موټربم برید کې د کمانډویانو په ګډون تردې دمه ۴۲...

د بلخ موټربم برید کې د کمانډویانو په ګډون تردې دمه ۴۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

دریم تعقیب:

تاند (سه شنبه، د سنبلې ۴) د بلخ امنیتي چارواکي وایي په بلخ ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو پر یوې امنیتي پوستې موټربم برید له امله تر دې دمه د افغان کمانډویانو په ګډون ۴۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان هیبت الله علي زی وایي، چې په نننۍ پېښه کې یو کمانډو سرتېری وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي.

علي زی زیاتوي، چې په دې موټربم برید کې تر ټولو ډېر ټپیان ملکي وګړي دي.

د نوموړي په خبره په پېښه کې شاوخوا ۳۵ ملکي وګړي ټپیان شوي دي او دوی ته یې سخت مالي زیانونه هم اړولي دي.

د دې موټر بم برید مسولیت وسله والو طالبانو منلی او په کې د لسګونه کمانډو ځواکونو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.

(دویم تعقیب)

امنیتي چارواکي: د بلخ موټربم برید کې تردې دمه ۱ کمانډو وژل شوی او ۶ ټپيان دي

تاند (سه شنبه، د سنبلې ۴) د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل وایي، چې نن سهار په بلخ ولسوالۍ کې یو زورور موټر بم برید ترسره شو.

د برید په اړه د ۲۰۱۹ شاهین قول اردو قوماندان وايي، تر دې دمه په چاودنه کې یوافغان کمانډو سرتیری وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي.

د سیمې خلک وایي چې د چاودنې غږ د پېښې له ځايه په لرې سیمو کې هم اوریدل شوی دی.

د دې چاودنې مسولیت تراوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

(لومړی تعقیب)

په بلخ کې د افغان کمانډو ځواکونو پوستې سره نږدې موټربم برید شوی

تاند (سه شنبه، د سنبلې ۴) امنیتي چارواکي وایي، چې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د افغان کمانډو ځواکونوله پوستې سره نږدې موټر بم برید شوی.

د بلخ ولسوالۍ ولسوال ګلباز خان ناصري رسنیو ته ویلي، چې موټر بم ډیره زوروره وه او په خبره یې د پېښې مرګ ژوبله لا مالومه نه ده.

په ورته مهال د بلخ امنیه قومندانۍ سرپرست قومندان وایي، تر دې دمه یو ملکي کس وژل شوی او زیاتوي د ټپیانو شمېر معلوم نه دی.

بل لورته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم دا پېښه تائید کړې ده.

د یاد وزارت ویاند طارق ارین ویلي، چې نن شاوخوا ۹ بجې د بلخ ولسوالۍ حیواني کلینیک سره نږدې موټر بم برید شوی دی.

خو، د بلخ ولسوال وايي، دې کلینیک کې د کمانډو ځواکونو قطعه ده.

2 COMMENTS

  1. خاندان دی په خرو او سپیانو و غ……. دلال او بې ناموسه طالب سپیه. په پلار او مور د لعنت شه دلال او وطفن پلورنکیه طالب سپیه. بې شرمه او بې عزته ژوند دی ختم شه دلال او بې ناموس طالب سپیه. تر دی مو نور هم خدای ذلیله کړه خردجال او دلال طالب سپیه. د افغانانو نوم او شمله مو له خاورو سره خاوری کړه، خولې مو له غولو او میتازو ډکې شه بې ناموسه او دلال طالب سپیه. دلالانو په کومو سترګو غواړئ په دې خلکو حکومت وکړئ.
    او دا هم ستا پاکستانې موردګاو مشرانو ته ډالۍ کوم.
    د چلو اولادو، د تورتم او ترورېزم بچیانو، د هندی کماریانو او سکانو ناروا اولاده وخت به یې انشاالله راشي. زمونږ هم خدای لرو او هم داسې با غیرته قوم. والله که یې په ارامه وخورئ. له هر مړۍ سره یې اغزي یو ځای دي او انشاالله چې کونه به مو اخر در څیري کړی.
    باغیرته ملی اردو او ملکي افغان شهیدانو ته دی خدای جنت فردوس نصیب کړي او کورنیو ته دی خدای جمیل صبر او حوصله ورکړي. الله مو خپل په امن او امان کې وساته.

  2. د افغانستان د وسله وال پوځ او د بلخ ولسوالۍ مظلومو خلکو شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته عاجله شفا غواړو .
    ټالب ، پنجابي جاسوس او جاهلانوته د الله تعالی ج په دنیا کې تر ټولو ډېر ذلت ، شرم او رسوایی او په آخرت کې د دوزخ ټیټه کنده غواړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب