سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهافغان او چینایي چارواکي پر افغان سوله او دوه اړخیزو اړیکو غږیدلي

افغان او چینایي چارواکي پر افغان سوله او دوه اړخیزو اړیکو غږیدلي

تاند ( سه شنبه، د سنبلې ۴) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې  د دې وزارت سرپرست وزیر حنیف اتمر د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي لیوجین سره تلیفوني خبرې کړې دي.

سرچینه وایي دواړه لوري پر افغان سوله، دوه اړخیزو اړیکو، د تاوتریخوالي کمېدلو، اقتصادي پراختیا او نورو اړوندو مسایلو خبرې کړې دي.

لیوجین ویلي، چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي او د دې غوښتونکي دي، چې ژر تر ژره بندیان خوشې او بشردوستانه اوربند وشي.

نوموړي زیاته کړې په افغانستان کې روانه اوږده جګړه د خبرو له لارې د حل وړ ده.

په ورته مهال د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمرهم چین د افغانستان ښه ملګری بللی هېواد بللی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب