سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeکلتورد علي محمد مخلص تصوفي او عرفاني مقام 

د علي محمد مخلص تصوفي او عرفاني مقام 

لیکوال: پوهنیار سراج احمد حبیبي

لنډیز 

علي محمد مخلص د پښتو ادبیاتو د منځنۍ دورې د لومړي پړاو شاعر دی، د دې پړاو بنسټګر د روښاني تصوف لوی مرشد او باني بایزید روښان دی، بایزید روښان هغه شخص دی چې په پښتو ادبیاتو کې یې د لومړي ځل لپاره یو منظم تصوفي او عرفاني ښوونځی رامنځته کړ. د دې ښوونځي ټول اصول او فرامین د پیر روښان د ټولو مریدانو په شعرونو او نثري آثارو کې بیان شوي دي، خو هغه څه چې د پير روښان د نورو مریدانو په پرتله علي محمد مخلص ته د امتیاز پګړۍ ور پر سر کولای شي هغه دا دي چې ده د روښاني تصوف ډېرو داسې مسایلو ته هم نغوته کړې ده، چې نورو یې د بیانولو هڅه نه ده کړې او یا یې که کړې هم ده، د شریعت او مذهب له وېرې یې کتمان پکې کړی دی؛ خو علي محمد مخلص پرته له کومې توږنې او کتمان د روښاني تصوف ټول مسایل په ډېر تفصیل سره بیان کړي دي. پر همدې اساس که څوک په روښاني تصوف څه لیکي، نو د علي محمد مخلص دیوان دوی ته داسې ډېر څه ور په ګوته کولای شي چې د نورو روښانیانو په دیوانونو کې یې په اړه معلومات نه لیدل کېږي. 

Ali Mohammad mokhlis ,s sufismal and mystical capacity 

Author: pahanyar seraj ahmad habibi

In Pashto literature on median period Ali Mohammad mokhlis was the first period poet. 

On this period big master bayazid Roshan was the roshani ,s sufismal grounder. Bayazid Rohan was one of the famous person who had created one systematic sufismal and mystical school. In this school the per Roshan all roles and commands had expressed by his followers. But one things that made different Ali Mohammad mokhlis than others unto bayazid Rohan is more and important expresses about sufismal ,s roshani. But others did not try to expressing them. Because their expresses were with fear from tradition and religion and also they had in their writes reservation. But Ali Mohammad mokhlis has expressed abstractly all things of sufismal roshani, without any fear and reservation. In this reason who write anything about sufismal ,s Roshan so there is the Ali Mohammad mokhlis office. In order to in Ali Mohammad mokhlis office is about more things that the others roshani ,s offices are not this kind of information. 

آر ویونه: علي محمد مخلص، روښاني تصوف، وحدت الوجود او وحدت الشهود.   

سریزه 

علي محمد مخلص د پیر روښان په مریدانو او پلویانو کې د یوه ځانګړي فکر څښتن دی، له بده مرغه چې تر اوسه پورې پښتنو څېړونکو په هغه شکل سره چې لازمه وه او ده، د ده له فکر څخه د ابهام پرده نه ده پورته کړې، د دې کار ښايي ډېر لاملونه وي، خو ما ته یې تر ټولو لوی لامل دا ښکاري، چې د روښاني تصوف د نورو ګروهمنو غوندې د علي محمد مخلص د ژوند او حالاتو په اړه هم تر دې دمه ډېر معلومات نه ؤ، کوم دیوان یې چې راپاتې ؤ هغه هم یوه خطي نسخه وه او ډېرو وګړو ورته لاس رسی نه درلود، له نېکه مرغه چې په دې وروستیو کې د ده د دیوان بشپړ متن هارون خپل شعشعي چاپ کړ، چې په دې سره اوس هر څوک کولای شي چې د ده دیوان ته لاس رسی ولري. پر همدې اساس اوس پر هر پښتو څېړونکي لازمه ده چې د ده د فکر د سمندر ټولې نایابه او او سوچه مرغلرې راوباسي او د پښتو لوستونکو او مینه وال مخ ته یې کېږدي. 

ما په دې مقاله کې په روښاني تصوف کې د ده د ځای او مقام په ګوته کولو کوښښ کړی دی او تر ډېره بریده مې تکیه د ده د نوي چاپ شوي ديوان په شعرونو کړې ده، تر څو په دې توګه له اول لاس موادو څخه لوستونکو ته د ده په اړه معلومات ورکړم؛ خو دا معلومات به بیا هم (مشت نمونه ی خروار) وي، لوستونکي کولای شي چې د ده دیوان پیدا او ولولي، تر څو د روښاني تصوف د دې رښتیني استازي د فکر څخه لا ښه خبر شي.  

د موضوع ارزښت او مخینه

په اوس وخت کې تر ډېره د معنویاتو په پرتله مادیاتو ته ډېر ارزښت ورکول کېږي، په تېره هم ځوان نسل خو په دې ماشیني دور کې بېخي د مادیاتو ظاهري جاه و جلال ډېر جذب کړی دی، دغه ډېر جذب پر ځای د دې چې ده ته ګټه ورسوي، دی یې مضطرب او د روحي مړاویتوب سره مخامخ کړ. د ده د دغو اضطراب د ختمېدو لپاره اړینه ده، چې داسې څه ورته ولیکل شي، چې دی بېرته معنویاتو ته چې په سر کې یې دین، مذهب او تصوف راځي مخه کړي، ځکه معنویات او په تېره بیا مذهب، دین او تصوف الله سبحانه وتعالی د انسان د دنیوي او اخروي خیر ښېګڼې لپاره رالېږلي دي. نو د دغه مقالې ارزښت ښايي په همدې کې وي چې په لوستلو سره به یې لوستونکی وکولای شي چې د علي محمد مخلص نه په الهام سره خپل دین، مذهب او تصوف ته مخه کړي، تر څو په دې توګه د یوې سوله ییزې او آرامې ټولنې په جوړښت کې خپل مثبت رول ولوبوي. 

د دغې مقالې موضوع که څه هم تر ډېره بکره ده او چا په هغه شکل سره چې لازمه وه او ده کار نه دی ورباندې کړی، خو بیا هم ځینو څېړونکو په خپل آثارو کې ورته نغوته کړې ده، د بېلګې په توګه د کابل پوهنتون استاد پوهندوی ډاکټر اجمل ښکلي په خپل کتاب «تصوف او ادب» کې د علي محمد مخلص تصوفي او عرفاني افکارو ته نغوته کړې ده، ما هم په خپل کتاب «عرفاني ادبیات» کې تر استاد ښکلي نه یو څه په تفصیل سره د ده پر تصوفي او عرفاني افکارو بحث کړی دی، خو دا بحث په هیڅ صورت سره بشپړ نه ګڼل کېده، ځکه هلته یوازې د ده د ځینو تصوفي او عرفاني شعرونو شننه شوې وه، پر هغو شعرونو یې بحث نه ؤ شوی چې د ده فکر د نورو روښاني شاعرانو نه بېلوي. ځکه دی تر ډېره په روښاني شاعرانو کې هم د یوه ځانګړي فکر څښتن دی، چې د دې مقالې د لوستلو په ترڅ کې به یې تاسو ښاغلو لوستونکو ته هم د فکر دا ځانګړتیا څرګنده شي. 

د څېړنې موخې

اصلي موخې

د دې څېړنې اصلي موخه دا چې د علي محمد مخلص هغه تصوفي او عرفاني افکار لوستونکو ته ور په ګوته شي چې د روښاني دورې د نورو شاعرانو په شعرونو کې نه لیدل کېږي. 

فرعي موخې

د دې مقالې له لیکلو څخه فرعي موخه دا ده چې له لوستونکو سره د روښاني منظوم متونو په لا ښه څرګندتیا او وضاحت کې مرسته وکړي. ځکه دا ډول متون تر ډېره پېچلي او پر تصوفي او عرفاني افکارو مالامال دي. 

د څېړنې پوښتنې

په دې وړه مقاله کې هڅه شوې ده چې لاندې پوښتنو ته ځوابونه وموندل شي: 

۱ـ ایا علي محمد مخلص هم د نورو روښاني شاعرانو په لاره تللی دی؟ 

۲ـ هغه کوم څه دي چې علي محمد مخلص ته یې پر نورو روښاني شاعرانو امتیاز ورکړی دی؟ 

د څېړنې فرضیه

علي محمد مخلص تر ډېره د نورو روښاني شاعرانو په لاره نه دی تللی، هغوی ټولو یوازې په تصوف او عرفان کې هغه څه بیان کړي دي، چې دوی ته د دوی د مرشد او پیر بایزید روښان له خوا نه ویل شوي وو، خو علي محمد مخلص د بایزید روښان د افکارو د څرګندولو ترڅنګ د نور تصوف په اړه هم خپل افکار څرګند کړي دي. 

د څېړنې ډول او میتود

د دې څېړنې ډول کتابتوني او میتود یې تشریحي ـ تحلیلي دی. 

علي محمد مخلص 

علي محمد مخلص د روښاني تصوف او طریقې یو مخلص پلیونی او پیرو دی، د ده د نوم له یادېدو سره سم وار له وار د سړي ذهن ته (حالنامه) راځي؛ حالنامه هغه اثر دی چې د روښانیانو د ژوند ټول حال او احوال پکې بیان شوي دي، پر دې اثر که څه هم د لومړي ځل لپاره پیر روښان کار پیل کړی دی، مګر علي محمد مخلص په ډېر اخلاص سره له سره ترتیب او د پير روښان د کورنۍ ټول احوال يې پرې اضافه کړي دي. (۳/ ۷۰۲)

 مخلص د دې اثر تر څنګ په پښتو کې بله منثوره رساله هم لري، دا رساله یې د استاد زلمي هېوادمل له خوا د کابل مجلې د ۱۳۶۷ کال په ۱ـ ۲ ګڼه کې چاپ شوې ده. (۹/ ۱۹۶)  

علي محمد مخلص د ابابکر کندهاري زوی او د استاد زلمي هېوادمل د وینا له مخې يې ژوند تر (۱۰۶۸) هجري قمري کال پورې يقیني دی. د ده بشپړ دیوان په (۱۳۹۴) هجري شمسي کال د محمد هارون خپل شعشعي په تصحیح او سریزې سره چاپ شوی دی. (۲/ ۱۷۲)  

ده په خپل دې دیوان او نورو خورو ورو لیکنو کې د روښاني تصوف په خپرولو کې تر نورو روښاني شاعرانو نه ډېر کوښښ کړی دی. (۶ / ۱۱۷)  نو پر همدې اساس د ده د امتیاز حق هم تر نورو روښاني شاعرانو نه په دې برخه کې ډېر دی. 

د روښاني تصوف مقامات او د مخلص شاعري 

په روښاني تصوف کې د یوه سالک منزل ته د رسېدو لپاره د ( شریعت، طریقت، حقیقت، معرفت، قربت، وصلت، وحدت او سکونت) په نومونو آته مقامه ټاکل شوي دي، دا مقامات په اصل کې څلور دي او  څلور نور یې د څلورم مقام(معرفت) د مقام برخه دي، موږ به دا آته واړه مقامونه په لاندې ډول د علي محمد مخلص د شعري بېلګو سره یو ځای ستاسو ښاغلو لوستونکو مخې ته کېږدو: 

۱ ـ شریعت: د روښاني تصوف د شریعت په مقام کې مرید باید د اسلام پر پنځو بناوو پابند و اوسي، د الهي کلام او نبوي مبارکو احادیثو پر ټولو ارشاداتو عمل وکړي. له غلا، زنا، غیبت او نورو ناوړه اعمالو څخه ځان وژغوري. علي محمد مخلص د دې مقام په اړه وایي: 

شریعت ثابت کلام د پيغمبر شه 

د روښان یاد په ثابت کلام بلند دی 

چې بنیاد د شریعت یې محکم نه وي 

د عرفان دې عمارت باندې هراس دی

(۷/ ۲۰۶) 

د شریعت د مقام صفت توبه ده، چې د علي محمد مخلص په لاندې بیت کې ورته اشاره شوې ده: 

د توبې مقام اول دی، لوی تایب آدم مُرسل دی

چه توبه یې شوه له غیرو، شه فلاح له خجالته 

(۱۰/ ۳۰۸)

د دې مقام صف بیا د آدم (ع) صف دی، په دې اړه هم د مخلص په لاندې بیت کې راځي: 

دا منزل د شریعت دی، تایب پاک له معصیت دی

د آدم صفي پر صف شه، رهنمای شو له مضلته 

(۱۰/ ۳۰۸)

۲ـ طریقت: طریقت هغه مقام دی چې په هغه کې د فرښتو خوی او خصوصیات په مرید کې پیدا کېږي. په دې مقام کې سالک د نفس مطابعت چې د انسان خوی او خصلت دی پرېږدي او خاص د الله سبحانه وتعالی طاعت او عبادت په هغه شکل سره کوي، په کوم ډول سره چې فرښتو کاوه. 

سیف الرحمن مسعود پخپل کتاب «پیر روښان او روښاني» انقلاب کې د طریقت د مقام په اړه دا هم لیکي چې: « د طریقت په مقام کښې په سالک د څلورو عالمونو پېژندل دي. دا څلور عالمونه عبارت دي د زړه د عالم نه چې د فرښتو عالم هم ورته وایي د روح د عالم نه د نفس د عالم نه او د شیطان د عالم نه.» (۱۱/ ۱۲۴) 

د طریقت د مقام صفت (عبادت) دی، په دې اړه د مخلص په لاندې بیت کې لولو: 

عبادت دووم مقام دی، د عابد بهښت انعام دی

په اخلاص دی عبادت که، مخلص خلاص له ملامته

(۱۰/ ۳۰۹) 

د دغه مقام صف بیا د ادریس(ع) صف دی، چې د مخلص په لاندې بیت کې یې په اړه راځي: 

دا منزل د طریقت دی، د مُرسل افعال طاعت دی

د ادریس پر صف به پاڅي، شي ناجي له بطالته 

(۱۰/ ۳۰۹) 

۳ـ حقیقت: په دې مقام کې تر ډېره پر دې تاکيد شوی دی، چې سالک به خفي ذکر کوي، تر څو له ریا او ځانښودنې څخه پرې ژغورل شوی وي. ځکه ریا او ځانښودنه په تصوف او عرفان کې له روحاني مدارجو څخه د پاتې کېدو لامل ګرځي. علي محمد مخلص د حقیقت د مقام په اړه وایي: 

حقیقت زاهد ذاکر دی چې له غیره کل طاهر دی 

چې نفی یې غیری غوڅ کړه د نفی لار په صلته 

(۷/ ۲۰۷) 

د دې مقام صفت (زهد) دی، په دې اړه د مخلص په لاندې بیت کې راځي: 

دی دریم مقام د زهد دی، دی سخت جبل د اُحد

شه رسته چه پاس پر وخوت، د کافر نوس له صولته 

 (۱۰/ ۳۰۹) 

دغه راز د دې مقام صف د عیسی (ع)  صف دی، چې په دې باب هم د مخلص په لاندې بیت کې لولو: 

دا منزل د حقیقت دی، د نبیو ښه حالت دی

په حشر به د عیسی شي، دی ناجي شي له غفلته

(۱۰/ ۳۰۹) 

۴ـ معرفت: د معرفت مقام د الله سبحانه وتعالی د پېژندنې او شناخت مقام دی، په دې مقام کې سالک په هر څه کې د الله سبحانه وتعالی د انوارو تجلیات او ځلاوې ویني، نو ځکه موږ له دې مقام څخه په (وحدت الشهود) باندې هم تعبیر کولای شو. علي محمد مخلص د دې مقام په اړه وایي: 

چې پټ ګنج د معرفت یې په لاس کښېوت 

په ازل وه د مخلص بخره فیروزه 

چې جلوه د معرفت پرې باندې وشوه 

د عارفو زړه ښایسته شوله نوروزه 

(۷/ ۲۰۷) 

د دې مقام صفت (صبر) دی، په دې اړه مخلص په خپل لاندې بیت کې وايي: 

څلورم مقام د صبر، دی شه تریخ لکه مصبر 

صابران په بلا خوښ دي، فریاد نه که له علته 

(۱۰/ ۳۰۹)

دغه راز د دې مقام صف د ایوب (ع) صف دی، په دې اړه هم د مخلص په لاندې بیت کې راځي: 

دا منزل د معرفت دی، په هر حال کښې یې رویت دی

په تهپه به د ایوب شي، د صابرو له حالته 

(۱۰/ ۳۰۹)

۵ـ قربت: دا مقام او له دې وروسته درې نور مقامات چې تشریح کېږي، ټول د معرفت د مقام توضیح او تشریح ده، په دې مقام کې سالک له هر څه څخه د حق سبحانه وتعالی آواز اوري او دغه آواز باید د هغه تبارک وتعالی آواز وګڼي. علي محمد مخلص په دې اړه وایي: 

د دې زړه د غوږ پرده به دې شي لرې 

که د هو تسبیحات ونغوږې له چنګه 

چې یې فهم په تسبیح د هر آواز وي 

و عارف ته هر آواز بانګ نماز شي 

(۷/ ۲۰۷) 

د روښاني تصوف د دې مقام صفت (رضاء) ده، په دې اړه د مخلص په لاندې بیت کې لولو: 

د رضاء مقام پنځم دی، دی راضي په ښادي، غم دی

په قضاء د حق راضي شه، په راحت هم له ذلته 

(۱۰/ ۳۰۹)

د معرفت د مقام صف د موسی (ع) صف دی، د مخلص په لاندې بیت کې په دې اړه ویل کېږي: 

دا منزل د قریبان دی، د قربت څښتن حیران دی

د موسی پر صف به پاڅي، دایم خوښ دی له صلته 

(۱۰/ ۳۰۹)

۶ـ وصلت: د وصلت مقام د روښاني تصوف بل مقام دی، په دې مقام کې سالک خپل ځان الله سبحانه وتعالی ته سپاري. لیدل، اورېدل، خوړل، څښل، بویول او نور خپل ټول بشري حواس د هغه تبارک وتعالی تر ارادې پورې موقوف ګڼي. د وصلت د مقام په اړه د علي محمد مخلص په لاندې بیتونو کې راځي: 

په هیڅ لور حق به بیا نه مومي بې ځایه 

په طلب یې که ډېر ستړی شي له تګه 

نحن اقرب الیک پیغام واوره 

حق په ذات صفات نږدې دې له شه رګه 

(۷/ ۲۰۸) 

د وصلت د مقام صفت (شکر) دی، چې د مخلص په لاندې بیت کې ورته نغوته شوې:  

دی شپږم مقام د شکر، لوی نعمت دی دایم ذکر 

د شاکر نعمت مزید شه، دی شاکر صاحب دولته 

(۱۰/ ۳۰۹)

صف یې بیا د نوح(ع) صف دی، چې په دې اړه هم د مخلص په لاندې بیت کې لولو:  

دا منزل د واصلان دی، د وصلت نعمت کلان دی

په تپه به د نوح پاڅي، حظ به مومي له وصلته 

(۱۰/ ۳۰۹)

۷ـ وحدت: د وحدت په مقام سالک د خپلې هستۍ احساس نه کوي او خپله هستي د حق سبحانه وتعالی په ذات کې محو ګڼي، پر همدې اساس د هغه تبارک وتعالی عبادت هم ورته شرک ښکاري. علي محمد مخلص د دې مقام په اړه وایي: 

د مخلص په زړه د ذات تجلی وشوه 

د مقصود څېره یې ولیده حضوره 

پر مخلص د بایزید مسکین نظر ؤ 

چې یې زړه شو د توحید د دُر خریطه 

(۷/ ۲۰۸) 

د وحدت د مقام صفت (محبت) دی، چې د مخلص په لاندې بیت کې ورته اشاره شوې: 

اووم مقام د محبت دی، مُحب تل خلاص له محنت دی

هر چار په محبت که، خلاص د تن له خصالته 

(۱۰/ ۳۰۹)

صف یې بیا د ابراهیم (ع) صف دی، چې مخلص په لاندې بیت کې ورته نغوته کړې:  

دا منزل د موحد دی، موحد مخلص له ضد دی 

دی پر صف د ابراهیم شي، شه نجات له جهالته 

(۱۰/ ۳۰۹)

۸ـ سکونت: په دې مقام کې د سالک روح آرام مومي، غوږونه، سترګې، پزه هر څه د حرامو له اورېدو، لیدو، او بویولو نه فارغ وي، یعنې بې له خدایه د هیڅ څېز احساس هم نه کوي. د سالک بدن که په ظاهره هر څه کوي، اثر یې روح ته نه رسېږي. سالک ته حکم دی، چې تر مرګ د مخه ځان ووژني. روح یې په دې دنیا کې د بدن له قیده آزاد دی، بدن خوځي او روح ساکن وي. علي محمد مخلص د دې مقام په اړه وایي: 

نن صفت د مسکین ونسه مخلصه! 

چې یې خوی د مسکین ونیوه مسکین شه 

(۷/ ۲۰۸) 

د سکونت د مقام صفت (معرفت) دی، په دې اړه هم مخلص وایي: 

مقام اتم د معرفت دی، دی مسکین په سکونت دی 

چه قرار پر سکونت شه، ساکن خلاص شه له رحلته 

(۱۰/ ۳۱۰) 

دغه راز د دې مقام صف د محمد مصطفیﷺ صف دی، په دې باب هم د مخلص په لاندې بیت کې لولو:  

د مسکین خوی د احد دی، دی پر صف د محمد دی 

له صورته ګوشه شوی، دی واقف شه له عزلته 

(۱۰/ ۳۱۰) 

دا وو د علي محمد مخلص هغه بیتونه چې د روښاني تصوف ټول آته مقامونه یې د نورو روښاني شاعرانو په پرتله په یوه ځانګړي متفاوت انداز کې بیان کړي دي، متفاوت انداز یې ځکه بولو چې په روښاني شاعرانو کې دی یوازینی شخص دی چې د دغو مقاماتو صفونه او صفتونه یې هم په خپلو شعرونو کې بیان کړي دي. اوس به راشو د ده د هغو شعرونو سپړنې او څېړنې ته چې ده په کې خپله د وحدت الوجود مفکوره په ډېره واضح توګه بیان کړې ده. په دې برخه کې هم د ده د بیان طرز رندانه او شوخ دی، هغه خبرې چې نورو روښاني شاعرانو د ملایانو له وېرې په لفافو او کنایو کې کړې دي، ده په ډېرو واضحو الفاظو کړې دي. 

وحدت الوجود او وحدت الشهود 

د روښاني تصوف ټول شاعران د وحدت الوجود د نظريې لرونکي دي، پر دې نظریه که څه هم تر ډېره د شریعت علماء د رد مهر لګوي، خو بیا یې هم د اسلامي تصوف په ځينو طریقو کې ګروهمن او عقیدتمندان موجود دي. 

د دې نظریې لرونکي عقیده لري چې پرته له الله سبحانه وتعالی څخه بل هیڅ شی موجود نه دي او دا څه چې موږ ته موجود ښکاري، دا په اصل کې هیڅ وجود نه لري، بلکې دا هسې زموږ یو توهم او خیال دی؛ علي محمد مخلص په دې اړه وایي:  

که د زړه سترګې بینا کړې وبه ګورې 

موجود نشته بې مولا په هر دیار مخ

(۴: ۱۷۹) 

د دې بیت څخه واضح څرګندېږي چې علي محمد مخلص په کائناتو کې له یوه خدای پرته بل هیڅ څه ته پر وجود قایل نه دی. 

د وحدت الوجود د نظریې په غبرګون کې بله نظریه د وحدت الشهود نظریه ده، د دې نظریې پلویان بیا د اشیاوو وجود هم مني او د هغوی په وجود کې د یوه خدای تعالی ننداره کوي؛ لکه د علي محمد مخلص په لاندې بیت کې چې ورته اشاره شوې ده: 

کل اشــیا مــثال ارســي مظــهر د حـق دي 

په هر څه کښې مخلص ګوري د خپل یار مخ 

( ۴: ۱۷۹)

د پورتني اختلاف تر څنګ د وحدت الوجود او وحدت الشهود د نظریو پلویان تر ډېره په لاندې نورو مسایلو کې هم د نظر اختلاف سره لري: 

عینیت او غیریت 

وحدت الوجودیان د الله سبحانه وتعالی صفات د هغه تبارک و تعالی پر ذات زاید نه ګڼي، بلکې عین ذات یې بولي. خو وحدت الشهودیان یې بیا زاید بولي، نه د الله سبحانه وتعالی له ذات سره عین؛ علي محمد مخلص په خپلو لاندې بیتونو کې په ډېرو واضحو الفاظو سره د وحدت الوجود نظریه پالي او وایي:  

د واحد په ذات، صفات کښې بیوره نشته 

د واحد پر ذات زاید صفات ناچیزه 

چه صفات پر ذات زاید ګڼي جاهل دی 

په تمیز، عقل کښې کم دی له کنیزه 

( ۱۰:  ۳۹۷) 

احاطه او محیط

د وحدت الوجودیانو په اند خدایﷻ د قران عظیم الشان د دې مبارک آیت ( … وَکَانَ اللهُ بِکُلِّ شَیْءٍ مُّحِیطًا) (د النساء سورت/ ۱۲۶ آیت) او دې ته ورته ډېری نورو شریعي نصوصو پر بنسټ پر اشیاوو ذاتي احاطه کړې ده. لکه علي محمد مخلص چې وايي: 

هـــــــر ذره یې احاطه کــــــړه 

حق محیط په ذات، صفات شه 

( ۱۰:  ۱۹۱) 

طبیعي خبره ده، کله چې یو شی پر بل شي احاطه وکړي، ترې لاندې شی چاته نه ښکاري او د وجود احساس یې ناشونی وي. نو ځکه وحدت الوجودیان وایي: چې (همه اوست) یعنې پرته له اللهﷻ څخه چې پر مخلوق یې احاطه کړې، د بل هیڅ شي وجود نشته.

د علي محمد مخلص شاعري او عرفاني نومونې

۱ـ قبض او بسط: قبض د عارف د روح ودرېدل او بسط یې غوړېدا او بېرته کېدل دي.( ۸: ۴۸) دې عرفاني نومونې ته علي محمد مخلص په لاندې بیت کې نغوته کړې: 

قبض و بسط د حق په لاس کښې دي باور کړه 

دغــه زړه ګـــــه بـا نـــوا ګــــه بېــنوا شــــــــه 

( ۱۰: ۴۱۳) 

۲ـ نفې او اثبات: د نفې معنا ده غیرالله له خپل زړه او فکر نه لرې کول او ارزښت نه ورکول او اثبات یو خدایﷻ اثبات رسولو ته ویل کېږي. او یا (نفې) د تصوف په اصطلاح له بدو صفتونو نه ځان خلاصول، خپله هستي فنا کول او د غیریت ټول اعتبارونه او حجابونه لرې کول دي او یا د شهادت د کلمې د (لا اله) یا (لامعبود الله) نه تر (لا موجوده الا الله) پورې تلل دي. علي محمد مخلص وایي: 

په هر څه کښې به تابان ګورې د یار مخ 

په دا لا نــفې نــفې کړه د اغــیار مـــخ 

بدګمان د غــیریت تر مــیان غـبار دی 

شرک غبار کـړه بر طرف ګوره اظهار مخ 

( ۱۰: ۱۷۸، ۱۷۹) 

۳ـ دروېش: هغه چا ته ویل کېږي چې د خدای تعالی په انوارو کې غرق وي او له غیرالله څخه مستغني وي.(۸: ۱۳۵) دا عرفاني نومونه علي محمد مخلص په خپل لاندې بیت کې داسې ذکر کوي: 

تل دروېش فقیر بیدار وي و سحر ته 

په دا وقت فایـده رسېـږي و اکثـر تـه 

( ۱۰:  ۳۱۳)

۴ـ ماسوی: له خدای تعالی څخه پرته بل هر څه.( ۸:  ۲۲۹) دې عرفاني نومونې ته  مخلص په لاندې بیت کې داسې نغوته کوي: 

ع ـ عار له ماسوی کړه 

غیرو واړو پسې شا کړه 

( ۱۰:  ۱۸۱) 

۵ـ جاهل: هغه چا ته ویل کېږي چې حق تعالی نه پېژني او یا د اشیاوو په وسیله د هغه تبارک و تعالی پېژندنه کوي.( ۸:  ۱۰۱) علي محمد مخلص د دې عرفاني نومونې ذکر داسې کوي: 

چه ژلۍ، یخې اوبه ګورې په ذات کښې 

له دې دیده دی غافـل جاهـل محرومـه 

( ۱۰: ۴۶۶) 

۶ـ شوق: د وجد په حال کې د زړه په تحرک سره د معشوق غوښتلو ته ویل کېږي.که معشوق و نه مومي، د سالک د زړه تحرک او د وجد حالت پای ته رسېږي، خو عشق یې لا هم د معشوق سره موجود وي.( ۸:  ۱۷۷) د دې عرفاني نومونې ذکر علي محمد مخلص په دې لاندې بیت کې په دې ډول سره کړی دی: 

زه مشتاق نن د دیدار یم، طلبګار ستا د انوار یم 

زه له شوقه بې اختیار یم، صبر څه غواړي له ما 

( ۱۰:  ۲۱۵) 

۷ـ غیر: یعنې ماسوا له الله، په غیر کې د لطیف عالم( نفس، عقل او روح) او د کثیف عالم( خاوره، اوبه، باد، اور، نبات، حیوان، عرش او آسمانونه) راځي.( ۸: ۲۰۴) دا عرفاني نومونه علي محمد مخلص په لاندې بیت کې په دې ډول سره راوړې ده: 

دغه زړه دی د مولا حرم یاد شوی 

ته په ذکر غیر دور کړه له حریمه 

( ۱۰: ۴۶۷) 

۸ـ مظهر: د میم په فتحې سره د ظهور هندارې او د میم په ضمې سره مطلق وجود ته ویل کېږي.( ۸: ۲۳۸) د دې عرفاني نومونې ذکر د علي محمد مخلص په لاندې بیت کې داسې شوی دی: 

کُل اشیا د شه مظهر دي پر شپږ لوریه 

شه په هر څه کښې ګویا، شنوا بینا دی

( ۱۰: ۳۷) 

۹ـ بلا: خدایي ازمويښتونه( ۱۲: ۵۱)، د سیر الی الله او وصول الی الله په لاره کې خنډ او یا هغه څه ته ویل کېږي چې د انسان توجه له خدای تعالی څخه بل طرف ته اړوي.( ۸: ۷۰) د دې عرفاني نومونې ذکر مخلص په دې ډول سره کړی دی:

مؤمنان په بلا و آزمي خدای هســې 

لکه زر چې و آزمي په سرې سکروټې 

( ۱۰: ۴۸۰) 

۱۰ـ تلوین: له یوه حال نه بل حال ته د سالک تلل.( ۸: ۹۰) دې عرفاني نومونې ته نغوته مخلص په خپل لاندې بیت کې په دې ډول سره کړې ده: 

د تلوین اهل دی لـــرې له بـاوره 

د تمکین اهل تېر شوی له تلوینه 

( ۱۰: ۴۷۲) 

۱۱ـ تمکین: تمکین د واصلانو حال ته ویل کېږي.( ۸: ۹۰) دې عرفاني نومونې ته یې په لاندې بیت کې اشاره کړې ده:

تمکین تښتن طاعـــت که په تصدیعه 

د طاعت تکلیف ساقط شي له مسکینه 

( ۱۰: ۴۷۲) 

۱۲ـ جمعیت: په زړه کې د وسوسو لپاره ځای نه پاتې کېدل، جمعیت د تفرقه په مقابل کې دی.( ۸: ۱۰۶) دا عرفاني نومونه مخلص په دې ډول سره په خپل شعر کې کارولې ده: 

جمعــیت یـې د زړه بیـا مـونـد 

چې یې خلاص له علایق که 

( ۱۰: ۴۴۸) 

۱۳ـ دریاب: هغه مطلقې هستي ته ویل کېږي، چې په نړۍ کې هر څه د هغه څپې دي.( ۸: ۱۳۳) دې عرفاني نومونې ته اشاره د مخلص په دې بیت کې شوې ده:  

یو زمـــان به لـه دیـداره فارغ نه وي 

چې یې فهم پر دریاب وي دم په دم

( ۱۰: ۲۷۸) 

۱۴ـ عرفان: هغه لارې ته ویل کېږي، چې اهل الله یې د حق د پېژندلو لپاره غوره کوي.(۸: ۱۹۰) دې نومونې ته یې هم په لاندې بیت کې اشاره کړې ده:  

حق عــرفان لـــره پیدا که 

دی د مال په حاصلول شه 

( ۱۰: ۱۷۶) 

۱۵ـ اخلاص: د زړه له تله او په پوره صداقت سره د الله سبحانه وتعالی عبادت کول دي؛ علي محمد مخلص د دې اصطلاح په اړه وایي: 

چې یې غېرې په نظر کښې نه کښېووځي 

مـــــوحد عــــارف خــبر شــه له اخلاصـه 

چې موجود یې ما سېوا وي په خاطر کښې 

دا بد شــرک غافل دورتر شــه له اخلاصه

( ۱۰: ۲۳۷، ۲۳۸) 

په روښاني تصوف کې بشپړ (اخلاص) ته د (سکونت) په مقام کې سالک رسېږي، ځکه د دې تصوفي طریقې سرلاری او مرشد پیر روښان په خپل اثر خیرالبیان کې وایي:

 “زما خوښي ده چې مې په یګانګۍ وپېژني لکه مخلص ادمیان یې د نوس د هوس او د نغتې د شیطان.”( ۵: ۲۳۷) 

۱۶ـ معشوق: د حق تعالی مطلق ذات، چې له بل هر څه څخه د دوستۍ ډېر مستحق دی.( ۸:  ۲۳۳) مخلص دې عرفانې نومونې ته داسې نغوته کوي: 

د دنیا محبوب چه مخ پټ که پنهان شه 

دا معشـوق دی په پرده کـــښې هـویدا 

( ۱۰:  ۲۱۱)

۱۷ـ ذکر: د اسلامي تصوف په ټولو طریقو کې د الله سبحانه وتعالی د یاد او د دغه یاد پر مټ د زړه د صیقل کولو لپاره د (ذکر) اصطلاح مستعمله ده. علي محمد مخلص د دې اصطلاح په اړه وایي: 

که د ذکر په صیقل زړه مصفا کړې 

د غفلت له توره زنګه به یې جلا کړې 

تجـلـی به د ارواح درباندې وشـــي 

بسته در د معرفت به په مخ وا کړې 

( ۱۰:  ۱۷۷) 

په همدې بیتونو کې غفلت، تجلی، ارواح او معرفت نور هغه اصطلاحات دي، چې په اسلامي تصوف او عرفان کې ځانګړې معناګانې او مفهومونه لري، په روښاني تصوف کې خو بیا له دې ډلې څخه (معرفت) هغه ته یې حتی د مقام په سترګه هم کتل کېږي. 

علي محمد مخلص په خپلو شعرونو کې ډېر ځایه د (ذکر) ډولونو ته هم نغوته کړې ده، مثلاً مسلمان صوفیان او عارفان ذکر پر دوو ډولونو باندې ویشي، چې هغه یو خفي ذکر دی او بل جلي ذکر.

مخلص تر جلي ذکر نه خفي ذکر ته ترجیح ورکوي، ځکه دی دایم ذکر پر ژبه باندې ممکن نه ګڼي او وایي: 

دایم ذکــــر تل په ژبه ممــکن نه دی 

په خــفي ذکــر مشــغول زنار شه پاڅه 

د زړه ذکــر دی خفي حق پرې خبر دی

په پټ ذکر د خپل زړه غم خوار شه پاڅه 

( ۴: ۱۷۶) 

پر دې سربېره علي محمد مخلص موږ او تاسو ته د (جلي) او (خفي) شرک اصطلاحات هم په خپلو شعرونو کې روښانوي، په حقیقت کې که چېرته په ژور نظر ورته وګورو، همدغه اصطلاحات دي چې د صوفیانو او فقهاوو ترمنځ یې یو فکري ټکر هم رامنځته کړی دی، د بېلګې په توګه ریا او ځانښودنه که څه هم په اسلامي شریعت کې ډېره بده ګڼل شوې ده، مګر په تصوف او عرفان کې بیا هغه بېخي خفي شرک ګڼل کېږي، په شریعت کې بیا د خفي شرک په نامه کومه اصطلاح نه تر سترګو کېږي.

په اسلامي تصوف او عرفان کې شرک په عامه توګه پر دوو ډولونو وېشل کېږي، چې هغه یو خفي شرک دی او بل جلي. 

د جلي شرک په اړه خو تر ډېره بریده متشریعین او متصوفین یوه خوله دي او دواړه ډلې د جلي شرک هغه تعریف وړاندې کوي، کوم چې په اسلامي شریعت کې د شرک په اړه راغلی دی؛ چې هغه د الله سبحانه وتعالی سره په ‌‌ذات او صفاتو کې شریک پیدا کول دي.  

خفي شرک بیا صوفیان هغه ډول شرک ته وایي، چې یو څوک ماسېوا الله یا غیر الله په خپل ذات کې موجود وګڼي. پر همدې اساس صوفیان کوښښ کوي، چې فنا في الله او بقا في الله ته ورسېږي، تر څو خپل ټول بشري صفات نفې او یوازې یو الله اثبات ته ورسوي. علي محمد مخلص وایي: 

چــې په علــم د توحـــید یـــې باور وشه 

هغه خــلاص شه د بد شرکه له لوی ذمه

چــې هســتي د ځان جدا ګـــڼي له حقه 

پـه خفــي شـرک مبتلا دي نا مـــحرمـه 

له خفي شرکه به پاک خلاص شي مخلصه 

چــې یې څاڅکی له دریاب سره که ضمه 

( ۴: ۱۷۰) 

پایله: 

د پایلې په توګه ویلای شو چې علي محمد مخلص د پښتو ادبیاتو په منځنۍ دوره کې یو مخکښ متصوف او عارف شاعر دی، د ده په شعرونو کې د اسلامي تصوف او په ځانګړې توګه د روښاني طریقې ټول مسایل په ډېره ښکلې او واضحه توګه بیان بیان شوي دي. 

دی که څه هم په اسلامي تصوف او عرفان کې د وحدت الوجود د نظریې ګروهمن دی، خو په شعرونو کې یې ځای ځای د وحدت الشهود د نظریې څرکونه هم لیدل کېږي. 

کوم څه چې ده ته د نورو روښاني شاعرانو په پرتله ډېر امتیاز ورکوي هغه دا دي چې ده په خپلو شعرونو او نثري لیکنو کې د روښاني تصوف د خپرولو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي، هغه څه چې نورو روښاني شاعرانو د شریعت او مذهب له ویرې نه دي بیان کړي او یا یې بیانولو ته زړه نه دی ښه کړی، هغه علي محمد مخلص په خپلو شعرونو کې په ډېر خلاص مټ سره بیان کړي دي، پر همدې اساس کله کله ترې د هنر او شعریت رنګ هم تت شوی دی، خو دا په دې معنا هم نه ده چې د ده شعرونه چورلټ هنري تومنه او شعریت نه لري، بلکې په دې برخه کې هم تر ډېرو نورو روښاني شاعرانو نه بریالی دی.  

اخځلیکونه

۱ـ قرانکریم

۲ـ حبیبي، سراج احمد. (۱۳۹۸). عرفاني ادبیات. هرات. قدس خپرندویه ټولنه. 

۳ـ حبیبي، عبدالحی. ( ۱۳۸۴). د پښتو ادبیاتو تاریخ. دویم ټوک. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه. 

۴ـ خویشکی، مهجور. ( ۲۰۱۶). روښاني تصوف. پښتو اکېډیمي پېښور یونیورسټي. پېښور: جدون پرنټنګ پرېس. 

۵ـ روښان، بایزید. ( ۱۳۹۶). خیرالبیان. د معصوم هوتک سریزه، ترتیب، مقابله، سمون او لمنلیکونه. کندهار: علامه رشاد خپرندویه ټولنه. 

۶ـ ښکلی، اجمل. ( ۱۳۹۴). تصوف او ادب. ننګرهار: مومند خپرندویه ټولنه. 

۷ـ غروال، محمد عارف. ( ۱۳۹۵). د پښتو ادب په پرمختیایي بهیر د روښاني غورځنګ اغېزې. د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست. کابل: صدف مطبعه. 

۸ـ غزنوي، هیله من، عبدالباقي. (۱۳۸۶). فرهنګ عرفاني. کابل: مؤسسه انتشارات خاور. 

۹ـ کرګر، محمد اکبر. ( ۱۳۸۵). په حالنامه کې د بایزید روښان عرفاني او فلسفي څېره. دویم چاپ. د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه. 

۱۰ـ مخلص، علي محمد.(۱۳۹۴). د علي محمد مخلص دیوان. د محمد هارون خپل شعشعي اوډنه، سمونه، مقابله، سریزه، لغوي زېرمه او زیاتونې. د اطلاعات او فرهنګ وزارت. کابل: د آزادۍ مطبعه. 

۱۱ـ مسعود، سیف الرحمن. ( ۱۳۷۷). پیر روښان او روښاني انقلاب. پېښور: یونیورسټي بک ایجنسي خیبر بازار. 

۱۲ـ ناګار، فضل ولي. (۱۳۹۱). عرفان او د پښتو ادب په لرغونې دوره کې یې څرکونه. ننګرهار: ناګار خپرندویه ټولنه. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

جګړه/ هیله پسرلی

زرتار | نورالله زهير