Homeداسې هم شتهولسمشر ټرمپ د مړې شوې امریکایۍ مېرمنې د بخښنې فرمان لاسلیک کړ

ولسمشر ټرمپ د مړې شوې امریکایۍ مېرمنې د بخښنې فرمان لاسلیک کړ

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۲۹) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ۱۱۴ کاله وروسته یوه مجرمه امریکایۍ مېرمنه وبخښله

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، دا لومړنۍ میرمنه ده، چې یو قرن وروسته په داسې حال کې بخښل کیږي، چې نوموړې مړه شوې ده.

سرچینه د دغې میرمنې نوم سوزان بي آنتوني یادوي او وایي، چې نوموړې په کال ۱۸۷۲ کې په غیرقانونې رایه ورکونه کې مجرمه پېژندل شوې وه.

نوموړي په امریکا کې د میرمنود حقونو پياوړې مبارزه یادیدله.

امریکایان وایي، چې د ټرمپ دا اقدام په دې هېواد کې د میرمنو د لاسته راوړلو په خاطر دی.

ولسمشر تېره اونۍ په واشنګټن کې خپل ملاتړ له هغو میرمنو اعلان کړ، چې د ده په آند په حقه لار پياوړې مبارزه کوي.

ډیری په دې اند دي، چې ولسمشر ټرمپ هڅه کوي د ۲۰۲۰ م کال په ټاکنو کې د ځان د بریالیتوب لپاره خپلې رایې ډیرې او پلویان پيدا کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...