یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیران پر افغان سوله غږېدلي

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیران پر افغان سوله غږېدلي

تاند( چهارشنبه، د اسد ۲۹) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې حنیف اتمر او جواد ظریف په یوه ټیلیفوني اړیکه کې پر افغان سوله غږېدلي دي.

له یاد وزارت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړه لوري د سولې په برخه کې پر وروستیو بدلونونو، د تاوتریخوالي پرکمېدو او اوربند، د پاتې طالب بندیانو پرخوشي کېدو او د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو پر پیاوړي کېدو خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه راز داړو لوریو په دې خبرو کې د بین الافغاني خبرو اترو پر پیلېدوهم ټینګار کړی دی.

سرچینه کاږي، چې د ایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په دغو ټلیفوني خبرو کې افغان لوري ته ډاډ ورکړ، چې دوی د بین الافغاني خبرو کوربتوب ته بشپړ چمتو دی.

جواد ظریف د طالب بندیانو د خوشې کېدو په تړاو د لویې جرګې رابلل او پرېکړه ملي اصل بللی او څرګنده کړې یې ده، چې هېواد یې په افغانستان کې له تلپاتې سولې او ۱۹ کلنو لاسته راوړنو ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان ولسمشرمحمد اشرف غني له دي ټایمزلندن سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې که طالب بندیان د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې پر اساس له بنده ازاد شي نو د اروپا او امریکا بازارونه به له نشه یې توکو ډک شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب