یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه دوحه کې د منازعاتو د حل نړیوال مرکز پر عبدالباقي امین...

په دوحه کې د منازعاتو د حل نړیوال مرکز پر عبدالباقي امین برید ستر بشري جنایت بللی

تاند( چهارشنبه، د اسد ۲۹) په دوحه کې د منازعاتو د حل او بشري مطالعاتو نړیوال مرکز مسولانو پر عبدالباقي امین نننی برید په کلکوټکو غندلی دی.

د یاد مرکز مشر په یوه ټويټ کې ویلي، چې دوکتورعبدالباقي امین پر افغان ولس او خاوره مئين انسان او تل په دې هڅه وو ، چې روانه جګړه د خبرو له لارې حل کړی شي.

عبدالباقي امین نن سهار د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې پر موټر پورې یې د مقناطیسي ماین چاودنه کې ووژل شو.

په دوحه کې د منازعاتو د حل او بشري مطالعاتو نړیوال مرکز مشرسلطان برکات پر نوموړي نننی برید ستر بشري جنایت بللی دی.

د برکات په خبره امین د افغان سولې په برخه کې ډېرې هڅې کولې او دلوړې حوصلې خاوند و.

نوموړي دغه راز د خپلې خواخوږۍ مراتب د دوکتور امین له کورنۍ او ټولو افغانانو سره شریک کړي دي.

https://taand.net/%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84-%da%a9%db%90-%d8%af%d9%88%d9%88-%da%86%d8%a7%d9%88%d8%af%d9%86%d9%88%d8%9b-%d8%af-%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%db%90-%d9%88%d8%b2%d8%a7%d8%b1%d8%aa-%d8%af-%d8%b9%d9%84%d9%85%d9%8a/

2 COMMENTS

  1. تاليبه دا سلګونه زره انسانان چي تا شهيدان کړل هغه په وطن مئن نه وه هغه ددي خاوري اوسيدونکي نه وه هغه اولادونه نه درلودل مور او پلار يي نه وه هغه مسلمان نه وه ته د هغه د بي ديني خبر وي تا يي زړه سيري کړي وه هغه پنځه وخته لمونځ نه کولو د خداي په نزد به جواب ورکړي هغه تا ستا د بادار په امر وژلي او دا هم ستا په شان يو بل ستا د بادار په امر وژلي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب