یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهغني: که طالب بندیان خوشې شي د اروپا او امریکا بازارونه به...

غني: که طالب بندیان خوشې شي د اروپا او امریکا بازارونه به له نشه یي توکو ډک شي

تاند، چهارشنبه، داسد ۲۹مه: ولسمشر غني وايي که طالب بندیان خوشې شي اروپا او امریکا به نشه یې توکي په سر واخلي.

ولسمشر محمد اشرف غني له دي ټایمز لندن سره په یوه تازه مرکه کې ویلي که طالب بندیان د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې په اساس له بنده ازاد شي نو د اروپا او امریکا بازارونه به له نشه یې توکو ډک شي.

ښاغلي غني امریکا ته په اشارې سره ویلي، د طالب بندیانو دخوشې کولو په برخه کې دې له پوره احتیاط څخه کار واخیستل شي. د هغه په خبره دغه بندیان د نشه توکو ستر قاچاق کوونکي دي.

تر دې وړاندې ټایم نشریې خبر ورکړی وو چې د امریکا اوسنی حکومت د طالبانو د یوه پخواني غړي او د نشه يي توکو د قاچاق په تور د نیول شوي افغان قاچاقبر پر خوشي کولو کار کوي

https://taand.net/%d8%ae%d9%84%db%8c%d9%84%d8%b2%d8%a7%d8%af-%d9%be%d9%87-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%b2%d9%86%d8%af%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d9%82%d8%a7%da%86/

باید وویل شي چې د طالب زندانیانو د خلاصون او سولې پروسه یو ځل بیا د ځینو هېوادونو د ملاحظاتو له امله ځندیدلې ده.

د افغانستان حکومت او طالبان پر یو بل تورونه پورې کوي چې ددې پروسې د خنډ او ځنډ لامل شوي دي او د یو بل پر  وړاندې ضد او نقیض راپورونه خپروي.

3 COMMENTS

  1. مونږه د بهرنیو بازارونه څه کوو چی له هر شی ډک وی مونږه ته پکار ده خپل غم و کړو. نور خلک تر پزی رسیدلی دی. په هیواد کی هیڅوک هیچرته خوندی ندی.

  2. ښاغلی ولسمشر غنی شاید د کرونا له وجی خپل فکری توازن له لاسه ورکړی وی؟
    ښاغلیه چه د امریکا او اروپا په بازارونو خفه کیږی. نو بیا ولی دې ۳۵۰۰ هیوادوال مشورتی جرګی ته راوبلل؟ او ولی دې دومره لګښت وکړه؟ ایا ستاسی دغه خبری د افغانستان د ګټو لپاره دی او که د اروپا او امریکا لپاره؟ افسوس…

    • ریس جمهور رشتیا وایی!
      ولی د افغانستان سرکونه د پودریانو نه دک نوی چه د اروپا ویی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب