شنبه, مې 18, 2024
Homeمقالېارزښتمن شیان هیڅ وخت مفت په لاس نه راځي| محب الله رسولي

ارزښتمن شیان هیڅ وخت مفت په لاس نه راځي| محب الله رسولي

په ژوند کې هغه څه چې موږ او خلکو ته ارزښت لري، او په ټولنه کې یې هر څوک یې د لاسته راوړلو لپاره کوشش کوي، که هغه پیسې دي، ښه ژوند دي، ښه شخصیت او نور څه دي. ددې او نورو لاسته راوړل هرو مرو زحمت او مبارزې ته اړتیا لري. هیچا تر اوسه مفت ندي لاسته راوړي. ځکه وایي چې بې زحمته راحت نشته.
د مهتما ګاندي په خبره؛ له کار پرته شتمني، له وجدان پرته خوښي، له شخصیت پرته زده کړې، له اخلاقو پرته سوداګري، له بشرپالنې پرته علم، له قربانۍ پرته دین او له بنسټونو پرته سیاست د انسانانو لپاره وژونکي ګناهونه دي.
که وجدان، ښایست، ښکلا مو په ناچيز څه بدل کړئ دا هیله مه لرئ چې خوشحاله به شئ که شخصیت درته پاتې نه وي زده کړې بې ګټې دي. او که له کوم کس سره د خپل ارزښت په وړاندې معامله وکړئ نو مه خوشحالېږئ تاسې یوازې دا نه چې ارزښت مو له لاسه ورکړ بلکې ځان مو بې باوره کړ.
د ټولو فکر مو د ځان په اړه منفي کړ او د شخصیت ریښې مو له منځه ولاړې.
د ارزښتونو د لاسته راوړلو او ودې لپاره ځینې اړین ټکي
 ۱- هڅه مه کوه، چې د بریا بېلګه وې، هڅه وکړه چې د ارزښتونو بېلګه شې.” انیشټېن”
۲- د خپل ځان په اړه مو غوره فکر کول په ریښتینې بڼه غوره کوي.
۳- کله، چې تاسو خپل ځان ته ارزښت ورکړئ، نو د ټولنې ټول وګړي به درته ارزښت درکړي.
۴- د خپل شخصیت په اړه تل مثبت او غوره فکر ولرئ ترڅو نورو ته غوره شئ.
۵- کله، چې خپل شخصیت کم وبولئ، نو هرمرو به ټیټ شخصیته واوسئ.
 ۶- د خپلو ښو ارزښتونو د لا ودې او تقویې لپاره همیشه د هغه کسانو سره واوسه او هغه کسانو ته ارزښت ورکړه چې تاسې سره ګ‌‌‌‌‌‌ډ ارزښتونه ، باورونه ،فکرونه ، او عقاید ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب