د بریالیتوب دروازه طاق ظفر، زموږ د معاصر تاریخ د یوې بلې حماسې څرګندويي کوي.
د افغانانو مشهور متل دی وايي:
«اتفاق غرونه سوري کوي»
د اتفاق تر څنګ بل مهم څه ملي یووالي دی چې هیوادوالو ته د وياړلو ورځو وياړ ور په برخه کوي.
که اتحاد نه وي هر هېواد به کمزوری او سره وېشلی وي.
کله چې ملي یووالي و او افغانان سره په اتفاق و تل يې له دښمنه ډګر ګټلی او بریالیتوب ته رسيدلي دي.
امان الله خان هم د خپل پلار له شهادت څخه وروسته د افغانانو تر منځ د يووالي او خپلواکۍ غږ پورته کړ.
خپله توره يې له تیکی څخه را بهر کړه او ويې ويل:
«تر څو چې خپل هيواد او خپل ملت د استعمار له منګولو ونه ژغورم خپله توره به په تیکی کې نه کړم.»
همغه و چې ټولو افغانانو د امان الله خان سره د خپلواکۍ غږ بدرګه کړ او په خپلو سرښندنو يې د امان الله خان ستر ارمان چې خپلواکې وه تر سره کړ.
ولي افغان لیکي:
«د خپلواکئ ورځ موږ ته دا راښايي چې بايد له خپل هېواد سره مينه وشي او په هر حال او هر وخت کې د خپل هېواد د ابادۍ، پرمختګ او خپلواکۍ لپاره کار وشي او هېڅوک هم دې ته پرې نه ښودل شي، چې زموږ د هېواد د خپلواکۍ، سوکالۍ، ابادۍ او پرمختګ مخه ونيسي.»
افغانستان په اقتصادي لحاظ هم وروسته پاتې و او د خلکو ژوند هم زيات ښه نه و. له هره اړخه کمزوری افغانستان وتوانېد تاریخي حماسه رامنځته کړي.
امان الله خان له کوچنيوالي څخه په دې فکر کې و، چې یوه ورځ به خپل هيواد خپلواکۍ ته رسوي. د دې له پاره و چې ده پوځي زده کړي تر سره کړي او خپلې اړيکې يې به يې د سرتيرو سره ټينګې ساتلي.
ده به ډیر وخت له سرتيرو سره تيراوه او په سرتیرو ډير ګران و.
امان الله خان د ۱۲۷۱ هجري شمسي کال د غبرګولي میاشتې پر لسمه نیټه د پنج شنبې په شپه په پغمان کې د زرګر درې ته نږدې چې اوس هلته د بریالیتوب دروازه(طاق ظفر) دی وزیږید.
د بریالیتوب دروازې پر ځای د حاجي اسد الله خان کور و. دغه کور په خپلو شخصي پیسو د امان الله خان د مور(سرور سلطان) له خوا رانیول شوي و او وروسته په همدغه کور کې امان الله خان وزیږید.
د افغانستان خلکو د امان الله خان د خدمتونو په بدل کې په ۱۳۰۲ هجري شمسي کال د دغه کور پر ځای د بریالیتوب دروازه(طاق ظفر) جوړه کړه.
خو حالات د پرديو په لمسون د امان الله خان د جلاوطنۍ سبب شول. په دې مسئله کې ځینو متخاصمو قوتونو او هېوادونو د خلکو له ناپوهۍ غلطه استفاده وکړه او ځینې کسان یې د ده پرضد وپاڅول.
له بده مرغه امان الله خان د افغانانو د بې اتفاقیو او د ناولي دښمن د توطيو او دسیسو له امله ایتالیا هیواد ته کډوال شو او خپل ارمانونه يې چی د هیواد سمسورتيا وه په ۱۳۳۹ لمریز کال له ځان سره ګور ته یووړل او په جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شو.
افغانانو د تورې په زور خپلواکې تر لاسه کړه، خو د هیواد د ابادۍ او سمسورتيا له پاره يې له قلم او یوم څخه ګټه پورته نه کړه.
سمه ده چې خپلواکې د انسانانو له لومړيو اړتياو څخه ده او له خپلواکۍ څخه بيا موخه د هيواد سمسورتيا او په خپلو پښو دريدل دي. د هیواد ابادول او سمسورتيا چې نه وي، مانا دا چې د خپلواکۍ اصلي موخو ته نه رسيدل دي. په کار خو دا وه چې په دی يوه پيړۍ کې هیواد مو له نړۍ سره سيال شوی واي، خو له بده مرغه موږ اوس هم د نړیوالو په خيرات ګذاره کوو.
راځئ یو موټي شو او د هيواد د سمسورولو له پاره ملا وتړو جګړې بس کړو او ځانونه د ټولې نړۍ سره سيال کړو.
دا هم سمه ده چې موږ تل د(همیش خلیل) شعر زمزمه کوو او وايو:
موټي خاورې د وطن به پری ور نه کړم
که په سر د ځمکې هر وطن ختن شي
خپله خاوره به په خپلو وینو پالم
که حاجت يې قرباني زما د تن شي
د اوبو پر ځای د تن وينې به ور کړم
که محتاج، طراوت ته دا چمن شي
که غلیم زما بری یووړ محبوبې
ستا پوړنی دی زما د تن کفن شي
خو دې ته هم باید پام وشي چې «جنګ په وسله کیږي او ننګ په غله»
د غلې له پاره هیواد د ویجاړولو پر ځای ابادولو ته اړتیا لري
زموژ يو مرحوم سپين ژيري چي هغي وخت په انډيا کي ؤ چي امان الله خان افغانستان ته د خداي په اماني وويله.ده قصه راته کوله چي امان الله خان ليدلو له ډير د مسلمانانو مشران ورغلو له ده يه پشتنه وکړه چي ته له افغانستان ولي رالي. ده په جواب کي ورته وييلي ؤچي ما خوب ليدي چي ستوري پر سپوژمي را کوړه سوي وي او ډير په احترام سوال ځني کوي چي اے سپوژمي په تا آسمان خو شائسته دي مګر که چيري ستا په سبب دا موژ ټوله د بربادي او تباهي سره مخامخ کيدي سو نو تا ته به دا مناسبه وي چي ته يکړه په آسمان کي څرکيژې. امان الله خان پسي زياته کړي وه چي ما له خوبه دا مطلب واخستي چي که زما موجودګي د افغانانواو افغانستان په تاوان تماميدي سي نو زه بيا بايد افغانستان ته د خدائ په امانئ ووايم. له دے ځه دا شکاره سوه چي پر امان الله خان افغانستان او افغانان تر ځان او تر خپلي باچهي دير ګران ؤ. نن بيا افغانستان له هغو قوتونه سره په جنګ دي.بريا دے نصيب شي.