جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeمقالېپه افغانستان کې د اوبو د کمښت راپورته کېدونکي ستونزې او ننګونې

په افغانستان کې د اوبو د کمښت راپورته کېدونکي ستونزې او ننګونې

  سرور احمدزی 

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز د محمود طرزي فکري بنسټ له لورې، نن دوشنبه د ۱۳۹۹ هـ.ش کال د اسد مياشتې په ۲۷مه نېټه (په افغانستان کې د اوبو د کمښت راپورته کېدونکي ستونزې او ننګونې) تر عنوان لاندې علمي غونډه جوړه شوه، په دې غونډه کې ډاکټر فضل الله اختر په افغانستان کې د اوبو کمښت راپورته کیدونکي ستونزو او ننګونو تر عنوان لاندې خپل پرېزنتیشن وړاندې کړ.

باید وویل شي، چې ډاکټر فضل الله اختر د المان Rheinische Friedrich – Wihelma پوهنتون څخه د اوبو مدیریت برخه کې ماسټري او دوکتورا لري.

د محمود طرزي فکري بنسټ په دې ناسته کې لومړی د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز رئيس څېړندوی محمد سرور احمدزي میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اوبو پر مدیریت په اهمیت باندې خبرې وکړې. احمدزي د خبرو په ترڅ کې وویل، دا چې اوبه مهمه حیاتي منبع ده، د کرنې او د برېښنا د تولید برخه کې ورڅخه زیاته ګټه اخیستل کیږي، خو متاسفانه افغانستان له مرکزي آسیا څخه د اړتیا وړ برېښنا واردوي او د کرنې په برخه کې هم له اوبو څخه په سمه توګه ګټه نه ده اخیستل شوې او زمونږ اوبه ګاونډیو هېوادونو ته بهیږي.

د اوبو مدیریت په یوې ملي او سیمه ییزې موضوع باندې بدله شوې ده او په دې وروستیو کلونو کې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشری د افغانستان حکومت د اوبو مدیریت ته ځانګړې توجه کړې او هڅه کوي، چې د افغانستان اوبه مدیریت او مهار کړي. نو د اوبو اهمیت ته په کتو سره د ((په افغانستان کې د اوبو د کمښت راپورته کېدونکي ستونزې او ننګونې) تر عنوان لاندې موضوع باندې بحث لپاره مو ډاکتر فضل الله اختر ته بلنه ورکړې ده، چې پر یاده موضوع به خبرې وکړي.

د غونډې دویمه برخه کې ډاکټر فضل الله اختر په افغانستان کې د اوبو د کمښت راپورته کېدونکي ستونزو او ننګونو باندې خبرې او بحث وکړ. اختر په خپلو خبرو کې د افغانستان د اوبو لویو پنځو حوزو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې موږ په افغانستان کې د اوبو پنځه لويې حوزې لرو چې د هغې له جملې يې يواځې د شمالي حوزې اوبه د هېواد په داخل کې بهيږي او د نورو ټولو حوزو اوبه د هېواد له قلمرو څخه بهر ته بهيږي چې له همدې امله د ګاونډيو سره پر دې برخه شخړې هم رامنځته کېدای شي.

په افغانستان کې د اوبو د مديريت بحث ډير اړين دي او بايد جدي پاملرنه ورته وشي. ښاغلي اختر اقلیمي بدلونونه، د نفوسو زیاتوالی او اوبو د تقاضا زیاتوالی، داوبو لګونې سیستم کې ستونزې، د اوبو سکتوري بنسټونو ترمنځ نه همغږي، د اوبو غیر منصفانه ویش، د اوبو ککړتیا او له ګاونډیو هېوادونو سره د اوبو پر سر اختلافات په راتلونکي کې د افغانستان د اوبو د کمښت د مهمو عواملو په توګه یاد کړل.

همدارنګه ډاکټر اختر په افغانستان کې پر اقلیمي بدلونونو او پر زیرزمیني اوبو یې د اغېزو یادونه وکړه. د نوموړي په وینا تر ۲۰۵۰زکال پورې که د هوا ککړتیا همداسې ادامه پیدا کړي نو هوا به ګرمه شي او د بدخشان او شمالي ولایتونو کې به د واورو زیرمې اوبه شي او سیلابونه به راشي، چې لویې ستونزې او خسارات به رامنځته کړي، همدارنګه د افغانستان ځینو ولایتونو کې به وچکالي رامنځته او د باران ورښت کچه به را کمه شي.

بله دا چې د نفوسو په زیاتوالي سره به اوبو ته اړتیا زیاته شي، د بلې خوا له پاکستان او ایران څخه مهاجرین افغانستان ته بیرته راستنیږی او کابل ښار کې کابو ۶ میلیونه خلک اوسیږي. دا چې له اوبو څخه سمه ګټه نه اخیستل کیږي او د زیرزمیني اوبو کچه ټیټه شوې ده، چې په دې توګه په کابل کې د اوبو د کمښت له ستونزو سره مخ کیدلی شو.

د بلې خوا په افغانستان کې د اوبو لګولو (ابیاری) سیستم کې ستونزې شتون لري او په کانالونو کې ۴۲ سلنه او مزرعو کې کابو ۷۰ سلنه د اوبو ضایعات لرو، همدارنګه د اوبو ویش کې هم توازن نشته، کرنې په برخه کې ۹۸ سلنه، صنعت په برخه کې ۱ سلنه او د څښاک په برخه کې ۱ سلنه اوبه کارول کیږي، دلته اوبه د تقاضا پر اساس ویشل شوې نه دي.

د اوبو د مدیریت په برخه کې هم ستونزې شته، د اوبو د تنظیم په برخه کې متخصص کادر نشته او همدارنګه د اوبو تنظیم لپاره له انکشافي ټکنالوژی څخه ګټه نه اخیستل کیږي؛ نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د اوبو اړوند ادارو ترمنځ همغږي هم شتون نه لري.

د غونډې په پای کې د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز او د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بېلا بېلو برخو د علمي غړو او د ځينو بهرنيو ميلمنو له لورې پوښتنې او تبصرې مطرح شوې او د ښاغلي اختر له لورې د ګډونوالو پوښتنو د ځوابونو په ویلو سره غونډه پای ته

1 COMMENT

  1. د ځمکی د سطحی په اوبو یا واټر ټیبل کی ګڼی ونی او ځنګلونه هم برخه لری. الله ج دې خلکو او حکومت ته توان ورکړی چه په کابل او د کابل په شاوخوا غونډیو او غرونو کی ګڼی ونی لکه لمنځی او نښترونه نهال کړی، تر څو ګڼ ځنګلونه تری جوړ شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب