شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهامریکا: ایران حقاني شبکې ته وسلې ورکړي، ایران وايي، دا تور ناسم...

امریکا: ایران حقاني شبکې ته وسلې ورکړي، ایران وايي، دا تور ناسم دی

تاند(دوشنبه، د اسد ۲۷) د امریکا د متحدو ایالتونو استخباراتي ادارو نن (دوشنبه) وویل چې د ایران رژیم د طالبانو حقاني شبکې ته پیسې ورکړي چې په افغانستان کې پر امریکايانو بریدونه وکړي.

د سي این این د راپور له مخې، د امریکا استخباراتي ادارو ویلي چې د ایران د پیسو په وړاندې د حقاني شبکې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو پر تاسیساتو لږترلږه ۶ حملې کړي دي.

د سي این این له مخې، استخباراتي ادارو ته د ایران او حقاني شبکې ترمنځ تار د دسمبر په میاشت کې وروسته له دې څرګند شو چې د بګرام پر هوايي اډې په یوه برید کې ۲ تنه ملکیان ووژل شول او تر ۷۰ ډېر نور ژوبل شول.

د ټرمپ د ادارې دوو چارواکو سي این این ته وویل چې د امریکایانو د وژلو لپاره د ایران له لوري طالبانو ته د پیسو ورکړه د دې سبب شوه چې سپینه ماڼۍ د جنورۍ په میاشت کې د ایران د قدس ځواک د قوماندان جنرال قاسم سلیماني د وژلو پرېکړه وکړي.

ټرمپ ویلي و چې سلیماني په سیمه کې د امریکايي پوځیانو د وژلو لپاره د دسیسو د جوړولو په خاطر له منځه یووړل شو.

سي این این نن دا خبر څو اوونۍ وروسته له دې خپور کړ چې نیویارک ټایمز د امریکايي پوځیانو د وژلو لپاره د روسیې له لوري طالبانو ته د پیسو د ورکولو راپور خپور کړ.

په همدې حال کې ایران نن دا تور رد کړ چې ګنې حقاني شبکې ته یې پیسې ورکړي چې په افغانستان کې بریدونه وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نوي ټاکل شوي ویندوی سید خطیب زاده دا تورونه بې اساسه وبلل.

د تهران ټایمز د راپور له مخې، خطیب زاده وروسته له دې دا څرګندونې وکړې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ایران او روسیه د طالبانو په ملاتړ تورن کړل.

پامپیو له ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي و «موږ دا خبره روښانه کړې، موږ پوهیږو چې روسان طالبانو ته هم پخوا وسلې ورکړي او هم یې اوس ورکوي. موږ پوهیږو چې ایران اوس هم طالبانو ته د وسلو ورکولو ته دوام ورکوي. موږ له دې حقایقو خبر یوو.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب