دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهعاطف مشعل د فرهان یوسفزي په امر د کرکټ له غړیتوب نه...

عاطف مشعل د فرهان یوسفزي په امر د کرکټ له غړیتوب نه وویستل شو

تاند (دوشنبه، د اسد ۲۷) د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې د فرهان یوسفزي په امر په پاکستان کې د افغانستان د پخواني سفیر عاطف مشعل د کرکټ بورډ غړیتوب ختم کړل شوی دی.‌
افغان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې دغه راز وايي عاطف مشعل نور حق نه لري، چې د کرکټ بورډ په مسایلو کې لاس وهنه وکړي.
خبرپاڼه کاږي دافغانستان کرکټ بورډ به ډېر ژر د عاطف مشعل پر ځای بل وړ کس د کرکټ بورډ غړي توب ته ور وپېژني.‌
سرچینې ویلي، چې د افغانستان کرکټ بورډ یوه ملي اداره ده او د دوی په خبره یوازي ملي کسان یې غړیتوب تر لاسه کولای شي.
د کرکټ بورډ پر ادارې له ډیرې مودې راهیسې نیوکې دي،چې د فساد له امله پکې د ځوانو لوبغاړو د پرمختک مخنیوی کیږي خو کرکټ بورډ بیا تل دا تورونه رد کړي دي.

1 COMMENT

  1. د خوشحالۍ خبر دی، د کرکټ مینه والو او ټول افغان ولس ته دې مبارک وي.
    عاطف مشعل د جنرال باجوه په ګینګسټرانو ګرځي او دخدای په امانۍ تر څنګ د هر یو په سینه د شاباسۍ څلور ستوري لګوي، لکه ابله ورځ یې چې د قریشي صیب صفت کړی و، چې د اړیکو په ښه والي کې یې اغیزمن ګامونه واخیستل.
    د څنګه ښه والي ؟
    همدا چې زمونږ ولسونه یې وویشتل؟ اغزن تار په تړلو یې خلک د خپلو سیمو څخه کډوال کړل ؟
    د اختر په شپه په سپین بلدک او چمن کې تر سلو ډیر افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته ، ده ټیزن څه داسې ډيپلوماسي وچلوله او یا یې د خپلو هیوادوالو لپاره کوم غږ پورته کړو ؟
    په پاکستان کې زمونږ سفیران ښاغلي منظور پشتین، محسن داوړ او د علي وزیر په شان غیور پښتون افغانان دي.
    عاطف مشعل د ای ایس ای یو تالي څټی دی، او وخته، او ښه شو چې په وخت افغانانو ته مالوم شو، او اصلي څیره یې میډیا ته راووته .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب