یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهامریکایي استخبارات: ایران د بهرنیانو د وژنې پر سر طالبانو ته انعامونه...

امریکایي استخبارات: ایران د بهرنیانو د وژنې پر سر طالبانو ته انعامونه ورکړي

تاند (دوشنبه، د اسد ۲۷)  سي ان ان د امریکا د استخباراتي اژانسونو په حواله ویلي، چې ایران هم د امریکایي او نورو ایتلافي ځواکونو د وژنې پر سر طالبانو ته انعامونه ورکړي دي.

سرچینې ویلي، چې ایران یواځې په تېر کال کې تر شپږ بریدونو وروسته طالبانو ته پیسې ورکړې دي.

سرچینه کاږي، چې ایران حقاني شبکې ته پیسې ورکړې وې، چې پر بګرام هوایي اډه برید تنظیم کړي او زیاتوي، چې د ډسمبر میاشتې په ۱۱مه پر بګرام هوایي اډه برید، چې له امله یې د څلور امریکایي سرتېرو په ګډون ۷۰ کسان ټپیان شول.

په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت که څه هم مشخص په دې اړه څه نه دي ویلي خو؛ زیاته کړې یې ده، چې له طالبانو د ایران ملاتړ نه شي ردولی.

دا راپور وروسته تر هغه ورکول کېږي، چې څه موده وړاندې نیویارک ټایمز د امریکا د استخباراتي چارواکو له قوله راپور ورکړی و، چې روسیې د امریکایي او ایتلافي ځواکونو د وژنې پر سر طالبانو ته انعام ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب