یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهصدیقي: طالبان سولې ته اراده نه لري ځکه، حکومت په رسمیت نه...

صدیقي: طالبان سولې ته اراده نه لري ځکه، حکومت په رسمیت نه پېژني او بهانې کوي

تاند (دوشنبه، د اسد ۲۷) د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، د طالبانو پلمې سولې ته د یادې ډلې اراده څرګندوي.
صدیقي، چې نن یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، طالبان سولې ته اراده نه لري له همدې امله بهانې کوي او د سولې بهیر ځنډوي.
هغه زیاته کړې، که چېرته طالبان افغان حکومت په رسمیت نه پېژني نو خپل بندیان دې هم له دولته نه غواړي.
نوموړي څرګنده کړې، د افغان حکومت د اقداماتو په پرتله طالبانو د سولې پروسې اسانتیا لپاره هیڅ نه دي کړي او دغه راز یې د طالب زندانیانو خلاصون لړۍ درېدو ته په اشارې ویلي، دا لړۍ له دې امله درېدلې ده، چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او ورسره بندي د افغان حکومت زندانیان یې نه دي خوشې کړي.
هغه زیاته کړې؛ که چېرته طالبان د افغان حکومت بندیان خوشې کړي نو د مذاکراتو پر وړاندې بل هیڅ خنډ نه پاتې کېږي.
دا په داسې حال کې ده،چې تیره ورځ افغان حکومت د طالب بندیانو د خوشې کیدو د لړۍ د بندېدو لامل د ځینو بهرنیو هېوادونو ملاحظات یاد کړي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب