یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهصدیقي: ډېر ژر به د لویې جرګې د جوړېدو لګښتونه له خلکو...

صدیقي: ډېر ژر به د لویې جرګې د جوړېدو لګښتونه له خلکو سره شریک شي

تاند(دوشنبه، د اسد ۲۷) د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، په څو ورځو کې به د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو لګښتونه له خلکو سره شریک شي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن یو خبري غونډې ته وویل، په لویه جرګه کې د شویو لګښتونو راپور له ولسمشرغني سره شریک شوی او ژر به ملت ته هم د یادو لګښتونو په تړاو معلومات وړاندي شي.

نوموړي دغه راز له طالبانو سره د بندي افغان ځواکونو په تړاو هم وویل، که طالبان له خپلو زندانونو د حکومت پاتې بندیان خوشي کړي هیڅ کوم خنډ به د مذاکراتو پر وړاندې پاتې نه شي.

هغه زیاته کړه، طالبانو د حکومت پاتې بندیان نه دې خوشې کړي له دې امله دوی هم د بندیانو د خوشي کېدو پروسه درولې ده.

صدیقي دغه راز د کابینې د جوړښت په تړاو وویل، د کابینې د وزیرانو لیست تر اوسه پوره نه دی چمتو شوی او هیله لري چې ژر به چمتو او وزیران به ولسي جرګې ته د رایې اخیستو لپاره معرفي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب