تاند(دوشنبه، د اسد ۲۷) د چاپېریال ساتنې برخې کارپوهان وايي، په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبه د پام وړ کمې شوي او ښايي په راتلونکو کلونو کې پلازمېنه د اوبو کموالي له ناورین سره مخ شي.
په کابل ښار کې د څښاک اوبو او د اوبو د سرچینو کموالی لامل شوی چې خلک په خپل سر او له جواز پرته ژورې څاګانې ووهي او تر ځمکې لاندې اوبه راوباسي.
د چاپېریال ساتنې برخې د کارپوهانو په باور، په کابل ښار کې په بېغورۍ سره د تر ځمکې لاندې اوبو کارول، د وګړیو د شمېر زیاتوالی، د اوبو ډېر لګول، د ژورو څاګانو کیندل او د لامبلو حوضونه لامل شوي چې پلازمېنه د اوبو له کموالي سره مخ شي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس محمدکاظم همایون وايي، که په کابل کې د ژورو څاګانو کیندل مدیریت نه شي، د اوبو کموالی به د خلکو پر ژوند او چاپېریال ناوړه اغېزې وکړي چې په کمه موده کې یې جبرانول ناشوني دي.
کابل ښاریان د تر ځمکې لاندې اوبو پر کموالي د نیوکې تر څنګ وايي، د حکومت او خلکو د بېغورۍ له کبله په وروستیو کلونو کې تر ځمکې لاندې اوبه کمې شوې دي.
د پلازمېنې اوسېدونکي ښاریانو ته د څښاک اوبو رسولو په برخه کې د حکومت پر کار نیوکې کوي او وايي، که د خپلسرو او ناقانوني څاګانو د کیندلو مخه ونه نیول شي، په نږدې راتلونکي کې به کابل د څښاک اوبو له سخت کموالي سره مخ شي.
د ژورو څا کیندلو شرکتونو مسوولان بیا ادعا کوي له سوداګرۍ وزارت نه یې د فعالیت جواز اخیستی او د خلکو غوښتنې ته په پام او د توافقي نرخ له مخې، هر ځای چې خلک وغواړي، څاګانې ورته کیندي.
د هغوی په وینا، په کابل کې د ژورو څاګانو کیندلو نرخ د متر پر اساس دی او په هر متر له ۱۵ نه تر ۱۰۰ ډالرو پورې لګښت راځي.
د ژورو څاګانو د کيندلو یوه شرکت رییس هارون وايي، نږدې پنځه کاله وړاندې د څا کیندلو منځنۍ کچه ۵۰ متره وه، خو اوس ۱۲۰ مترو ته رسېدلې ده.
د اوبو د تنظیم ملي ادارې ریاست مسوولان وايي، په هره سیمه کې تر ځمکې لاندې اوبو کچه توپیر کوي او په کال کې له ۲ نه تر ۵ مترو پورې کمېږي.
د دوی په وینا، د تېرو ۱۰ کلونو په پرتله، شمېرې ښيي چې په ځینو سیمو کې د اوبو کچه ۵ متره او په ځینو نورو کې بیا له ۴۰ نه تر ۵۰ مترو پورې کمه شوې ده.
د اوبو د تنظیم ملي ادارې تر ځمکې لاندې اوبو د سرچینو رییس وليالله عاقلي وايي، په کابل کې د کال سل میلیونه متر مکعب د ځمکې لاندې اوبه استخراجېږي او دغه کچه د کابل ښاریانو لپاره بسنه نه کوي.
هغه زیاتوي، د کابل له ۳۰ تر ۳۵ سلنه پورې اوسېدونکي د دولتي اوبو رسولو له شرکتونو نه ګټه اخلي.
د هغه په وینا، یوازې د ګوتو په شمېر شرکتونه د ژورو څا کیندلو جواز لري او پاتې ټول په ناقانونه توګه دغه کار ته دوام ورکوي.
د ژورو څا کیندونکو شرکتونو او د خصوصي معدني اوبو شرکتونو د کره شمېر مالومولو په موخه مو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او د کابل ښاروالي ته چې ویل کېږي د دغو شرکتونو د چارو تنظیم او جواز ورکولو مسووله ده، مراجعه وکړه، خو ټول یو د بل په مسوول بللو سره د مالوماتو له وړاندې کولو اوږې سپکوي.
تر دې مخکې د اوبو او برښنا وزارت د خپلو څېړنو له مخې، ورځ تر بلې په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبو د کچې کمېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.